خلګ د اوسنې حکومت د استعفا غوښتونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139376-خلګ_د_اوسنې_حکومت_د_استعفا_غوښتونکي_دي
د انصارالله د غورځنګ د سیاسي دفتر غړی ټینګار وکړ چي د عبدالعزیز حبتور د حکومت ګوښه کېدل د خلګو عمومی غوښتنه ده.
(last modified 2023-10-02T08:22:49+00:00 )
Oct 02, 2023 12:49 Asia/Kabul
  • خلګ د اوسنې حکومت د استعفا غوښتونکي دي

د انصارالله د غورځنګ د سیاسي دفتر غړی ټینګار وکړ چي د عبدالعزیز حبتور د حکومت ګوښه کېدل د خلګو عمومی غوښتنه ده.

د یمن د ملی دفاع شورا تېره چهار شنبه د یوې اعلامیې په صادرولو سره په صنعا کې د عبدالعزیز بن حبتور په مشری د حکومت د ګوښه کېدو خبر ورکړ او له حکومت څخه یې د ګمارنو او د ګوښه کولو صلاحیت واخیسته.

د یمن د سیاسي عالي شورا له لورې د حکومت د ګوښه کولو پرېکړه د انصارالله د غورځنګ د سرمنشي عبدالمالک بدرالدین الحوثی له وېنا وروسته صادره شوه.

د فارس له راپور سره سم، د انصارالله د غورځنګ د دفتر غړی علی القحوم وویل: د عبدالعزیز بن حبتور د حکومت ګوښه کېدا او د یو غوره حکومت جوړونه یوه ملي اړتیا او د خلګو غوښتنه ده چي د حکومتي ارګانونو د کړچار د ښه والې په چوکاټ کې تر سره کیږي.

هغه زیاته کړه: عبدالمالک بدرالدین الحوثی د ټولو یمنیانو لپاره د یوه دولت د جوړېدو غوښتونکی دی، داسي دولت چي له مذهبی، سیمه ایز او توکم پالو چوکاټونو بهر او د یمن د ملی هویت د ساتنې او د حقیقي سیاسي مشارکت پر بنیاد وي.

علی القحوم جوته کړه: د راتلونکې دولت لپاره تر ټولو مهم، د خدماتو وړاندې کېدا، د ارګانونو او د قضائیه قوې اصلاح او د یمن د ولس د کړاوونو ختمېدا او د اقتصادي سیاستونو تدوین دی.

هغه له سعودي عربستان سره د خبرو اترو په هکله وویل چي مذاکرات دوام لري او مونږ یې پایلو ته خوشبین یو.