د سیمې دبدلونونو په باب ټوله سناریوګانې پر میز پرتې دي
د لبنان د حزب ا... و لسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... ایران دا سلامی جمهوریت له خارجه وزیر سره په کتنې کې ټينګار و کړ، دسیمې وروستیو حالاتو ته په پام سره درستې سناریوګانې په بشپړ ډول تیارې دي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنې کې د سیمې په تیره بیا له طوفان الاقصی عملیاتو وروسته روان بدلونونه، په غزې د صهیونیسټي رژيم دوامداریرغلونه، او د عامو خلکو په ضد دصهونیسټي تیریګر او وحشي او غاصب رژيم د بشری ضد او جنګي جنایتونه او همداراز د الاقصی جومات او لویدیځي غاړې په ضدددغه رژیم تیریګر اقدامات او ورسره د صهیونیسټي رژيم له یرغلونو سره د مقابلې لپاره د فلسطینی مقاومتي ډلو د بشپړ چمتووالي په باب بحث او مشورې وکړې.
دواړو لورو په دغې کتنې کې په غزې د صهیونیسټي رژيم له یرغلونو او د بې ګناه فلسطنیانو له وژلو د امریکا او ځینو لویدیځي هیوادونو دی واړخیزو ملاتړونو په محکومولو او دغه راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د فلسطینی مقاومت څخه د ولسونو د پراخو ملاتړونو په قدرونې اوستاینې سره ،د نړۍ دآزادي غواړو او او داسلامی حکومتونو او ملتونو د انسجام او وحدت په ضرورت ټينګار وکړ.
د لبنان د حز ب ا... غورځنګ عمومی منشي په دې اړه ووئيل، اوس د مقاومتي چورلیز وضعیّت او درستې سناریوګانې په بشپړ ډول تیارې دي .
د ایران خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د ایران د اسلامی جمهوریت ډيپلوماټيکو هڅو او خوخښتونو په باب او له نړیوالو موسیسو او مختلفو هیوادونو سره د مشورو او دغه راز د صهیونیستي رژيم د جنګي جنایتونو ، د انساني ظالمانه کلابندۍ د لغوه کولو او دغه راز غزې ته د درملو،خوړو ،سونګو او دڅښاک دا وبو پشمول د نړیوالو بشر دوستانه مرستو دلیږلو په موخې سره د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو دبیړنۍ غونډې د جوړیدا د تعقیبونې په موخې سره دهڅو په باب یو لړ توضیحات وړاندې کړل.