په تل ابیب د مقاومتی مبارزانو توغندوي بریدونه بیاپيل شول
د فلسطین مقاومتي مبارزانو نن د طوفان الاقصي نومې عملیاتو په اتمه ورځ په تل ابیب باندې بیا د توغندیو غورا جوړه کړه او وئیل کیږي چې ډیر تاوانونه ئې اړولي دي.
د فلسطین د مقاومتي غورځنګ حماس د عزالدین قسام کنډکونو اعلان وکړ، په غزې کې د هستوګنو سیمو دبمباریو او د عامو فلسطینیانو د قتل عام په ځواب کې ، په تل ابیب نیواکي ښار بیا د توغندیو باران جوړ کړ.
زمونږخبریال راپور راکړ، د فلسطین مقاومتي مبارزانو نن د طوفان الاقصي نومې عملیاتو په اتمه ورځ په تل ابیب باندې بیا د توغندیو غورا جوړه کړه او وئیل کیږي چې ډیر تاوانونه ئې اړولي دي.
وروستي راپورونه ښئ چې پر غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم په بې آمانه بمباریو کې تر دې د مه د شهیدانو شمیر له دوو زرو کسانو واوښت چې په دوي کې کابو ۴۹فیصده ماشومان او ښځې ترسترګو کیږي، دغه راز د ټپیانو شمیر هم له اتو زرو کسانو اوښتی دی چې ممکنه ده دشهیدانو شمیر ورسره نوره هم زیات شي.
داپه داسې حال کې دي چې پرون په جمعې ورځې په اسلامی نړۍ کې او دغه راز په اروپائي او افریقائي هیوادونو کې د فلسطین دمقاومتي مبارزانو او د مظلوم ولس په ملاتړ کې او دغه راز د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په ضد میلیوني لاریونونه وکړل او یو ځل ئې بیا وښودله چې درسته اسلامی نړۍ د فلسطین له مقاومتي مبارزانو او مظلوم ملت سره اوږه په اوږه ولاړ دي.