په پوځي ډګر کې د فلسطین له مقاومته ملاتړ کوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139984-په_پوځي_ډګر_کې_د_فلسطین_له_مقاومته_ملاتړ_کوو
په عراق کې د حشد الشعبي ولسي بسیج په ټولو ډګرونو او په نظامي اړخ کې د فلسطین له مقاومت نه په ملاتړ باندې ټینګار کړی دی.
(last modified 2023-10-15T05:57:14+00:00 )
Oct 15, 2023 10:24 Asia/Kabul
  • په پوځي ډګر کې د فلسطین له مقاومته ملاتړ کوو

په عراق کې د حشد الشعبي ولسي بسیج په ټولو ډګرونو او په نظامي اړخ کې د فلسطین له مقاومت نه په ملاتړ باندې ټینګار کړی دی.

د فلسطین د مقاومت ځواکونو د صهیونیستانو د بې حده ظلمونو په غبرګون کې د تېرې اوونۍ د شنبې له ورځې د الاقصی طوفان عملیات پیل کړی چي د امله یې اسرائیل رژیم ته سخت ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د المیادین له راپور سره سم، د حشد الشعبي د سازمان مشر فالح الفیاض رسنیو ته وویل:  دغه ولسي سازمان د فلسطین په وړاندې په خپله دنده عمل کوي او د مرستو تر څنګ ورڅخه په پوځي ډګر کې هم ملاتړ کوي.

الفیاض په دې باندې په ټینګار سره چي عراق له فلسطینیانو د ملاتړ ځای دی، زیاته کړه: د طوفان الاقصی عملیات وښودله چي صهیونیستي رژیم لړزانده دی.

د عراق د حشد الشعبي مشر جوته کړه: هغه څه چي مقاومت تر سره کوي د نیواکګرو د جنایاتو او د امریکا په وړاندې یو غبرګون دی.

دغه عراقي چارواکی وویل: بغداد د مقاومت اساسي ملاتړ دی او هیڅکله اجازه نه ورکوي چي امریکا د دې هیواد له خاورې نه د فلسطین په ضد له صهیونیستانو سره مرسته وکړي.