په غزې باندې د اسرائیلو جنایتونه باید ژر بند شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140068-په_غزې_باندې_د_اسرائیلو_جنایتونه_باید_ژر_بند_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ د فلسطین په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په بندولو کښې هره ثانیه حیاتي اړخ لري.
(last modified 2023-10-16T20:57:54+00:00 )
Oct 17, 2023 01:24 Asia/Kabul
  • په غزې باندې د اسرائیلو  جنایتونه باید ژر بند شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ د فلسطین په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په بندولو کښې هره ثانیه حیاتي اړخ لري.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ غاصب رژیم د بوږنونکو جنایتونو په غندلو سره د صهیونیسټانو له جنایتونو سره د اسلامي دنیا د مقابلې کولو  او د غزې تړانګې په بې دفاع ماشومانو او ښځو باندې د وحشیانه حملو د ختمولو لپاره د هڅې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

ابراهیم رئیسي وویل نن سبا له اسلامي دنیا څخه د فلسطین د مظلوم ملت او د نورو مسلمانو ملتونو هیله دا ده چې د اسرائیلو د غاصب رژیم د دغو جنایتونو د بندولو لپاره خپل ټول ظرفیتونه وکاروي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د فلسطین غزې سیمې ته د بشر دوستانه او ولسي مرستو د استولو لپاره د لارو د پرانیستلو لپاره هڅه ډیره اهمیت لرونکي وبلله او د بشر ضده او انساني غمیزې د ختمولو او غزې تراړې  ته د مرستو د استولو په زمینه کښې له ترکیې او نورو اسلامي هیوادونو سره د  ملګرتیا او د مشارکت لپاره یې  د ایران د اسلامي جمهوریت په چمتووالي ټینګار وکړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د صهیونیسټ رژيم اقدامات وغندل او ویې ویل هغه څه نن سبا په غزې تړانګې کښې روان دي د نړۍ ټول مسلمانان یې غمجن کړي دي او د غزې سیمې خلکو ته د مرستو د رسولو هڅه کوو او په دې زمینه کښې به خپلو کوششونو ته دوام ورکړو.