د چارشنبې ورځ باید د بې مخینې غوسې ورځ شي
ټاکل شوې ده د غزې د وروستیو حالاتو او دغه راز د صهیونیسټي وحشي رژيم دجنایتونو د ارزونې په اړه د اسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو بیړنۍ ناسته نن دعربستان په جده کې ترسره شي.
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د غزې تړانګې په المعمدانی روغتون باندې د وحشي ډوله صهیونیسټي جنایتکار رژيم دحملې په غبرګون کې د اسلامی امت د فوری خوځښت غوښتونکی شو او له دوي ئې وغوښتل چې خپله غوسه او کرکه دې وښئ.
ایرناخبری آژانس راپور و رکړ د لبنان حزب ا...غورځنګ په یوې اعلامیې کې دې ته په اشارې سره چې د محکومیّت اعلامیې نور هیڅ ګټه نه لری ،ټينګار کړی دی، سبا یعني چارشنبې ورځ باید نیواکي فلسطین ته د جوبایډن د سفر او د هغه د جنایتونو او ددښمن په ضد د بې مخینې غوسې او کرکې ورځ شي.
حزب ا ... دغه راز په دې خبرې په ټینګار سره چې دغه وژله ، د تیریاسین ،صبرا اشتیلا د قتل عام دوام دی ، وئيلي دي، دغه جنایت د وحشي رژیم او دهغوي د شیطان ملاتړو حقیقي څیره وبریښوله.
ټاکل شوې ده د غزې د وروستیو حالاتو او دغه راز د صهیونیسټي وحشي رژيم دجنایتونو د ارزونې په اړه د اسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو بیړنۍ ناسته نن دعربستان په جده کې ترسره شي.