په فلسطین کې د الاقصی د عملیات ۱۴ ورځ
د الاقصی د طوفان له پیل نه د ۱۴ ورځو په تېرېدو سره، صهیونیست رژیم په غزې کې په عامو فلسطینیانو باندې خپل بریدونه جاري ساتلې دي.
تر ټولو په وروستیو پېښو کې دغه رژیم په غزې کې بیا ځلې د خلګو د استوګنې اپارتمانونه، جوماتونه او د ملګرو ملتونو له خوا اعلان شوي پناه ځایونه په بمونو ویشتي دي. دش اسرائیل د رژیم د چارواکو په وېنا له تیرې شپې راهیسې ۱۰۰ ځایونه په غزې کې په نښه شوي دي.
په غزې کې د الزهرا په سیمې باندې د تیرې شپې په بمبار کې ۲۰ اپارتمانه چي خلګ په کښې هوسېدل له خاورو سره خاورې شوي دي.
په غزې کې په عامو وګړو د صهیونیست رژیم د دوامداره بمبارونو د قربانیانو شمېر له ۱۷ زرو اوښتي دي. ۳۸۵۹ شهیدان شوي او ۱۳۵۰۰ نه زیات ټپیان شوي دي چي له نیمایي نه زیات ښځې او ماشومان دي.
ایران کې مذهبي ډلو فلسطینیانو سره د مرستو لپاره چمتو شوی
د ایران په اسلامي جمهوریت کې مذهبي ډلو د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د بې ګناه فلسطینیانو د وژلې په غندنې سره، فلسطین سره د مرستې لپاره خپل چمتووالې اعلان کړ.
صهیونیستي رژیم په غزې باندې د خپلو بریدونو په دوام کې له روغتون او د خلګو د کورونو له بمبارولو وروسته، دا ځلې په یوه کلیسا باندې چي خلګو په کښې پناه اخیستې وه، بمبار کړی دی.
د اسلامي ایران مذهبی ډلو په غزې کې د المعمدانی په روغتون کې د ۱۳۰۰ ښځو او ماشومانو باندې د صهیونیست رژیم د بمباریو په غندنې سره، اعلان وکړ چي د فلسطینی مقاومت د طوفان الاقصی عملیات صهیونیستان له ماتې سره مخ کړی او هغوی یې لیونیان کړی دی.
هغوی په خپله اعلامیه کې ویلي چي په غزې کې په ښځو او ماشومانو او په روغتون باندې بمبار د اسرائیل د رژیم وحشي څېره یو ځلې بیا نړیوالو ته څرګنده کړه. همدارنګه د تهران د پوهنتون محصلینو هم د فلسطین په ملاتړ کې مظاهرې کړي دي.
په لبنان کې د ایران سفیر:
امریکا غزې ته ځواکونه نه شي لېږدولای
په لبنان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د غزې په هکله وویل: امریکا په غزې کې د عملیات وړتیا نه لري او یوازې د صهیونیست رژیم د ژغورلو لپاره هڅه کوي.
د ایران سفیر مجتبی امانی المنار خبري چېنل سره په مرکه کې زیاته کړه: د مقاومت محور په غزې باندې د بریدونو په وړاندې چوپه خوله نه شي پاته کېدای.
هغه یادونه وکړه چي د ښځو او ماشومانو وژله د صهیونیست رژیم اهداف نه شي پوره کولای او د فلسطین ولس به هیڅکله د دغه لوی ظلم په وړاندې تسلیم نه شي.
د ایران خارجه وزیر هم په یوه خبري غونډه کې اسرائیل رژیم ته خبرداری ورکړ چي د ښځو او ماشومانو د وژلو له پایلو نه خلاصېدای نه شي.
تېرو ورځو کې صهیونیستانو په غزې کې په یوه روغتون هوایي برید وکړ چي د امله ۱۳۰۰ کسانو ته مرګژوبله واوښته، خو امریکا او ورسره غربي هیوادونو د دغه جنایت د غندلو پر ځای له اسرائیل رژیم څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
حزب الله اسرائیل رژیم ته:
په لبنان تېری او د خبریالانو وژله بې ځوابه نه پاتي کیږي
د اسرائیل د رژیم له لورې د لبنان په جنوبی سرحد کې د یوه خبریال له شهادت وروسته، حزب الله اعلان وکړ چي د دې جنایت غچ په واخسیتل شي.
د لنبان فوځ اعلان وکړ چي د دې هیواد په جنوبی سرحداتو کې ۷ خبریالان او ۳ عامې وګړې د صهیونیستي رژیم د ځواکونو له لورې محاصره شوی دی، چي د لبنان د فوځیانو د عملیات په نتیجه کې وژغورل شول خو یوه لبنانی خبریال د صهیونیستانو په ډزو کې شهید شوی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې له راپور سره سم، په تېرو دوو اونیو کې ۱۵ تنه خبریالان د صهیونیستي رژیم له لورې شهیدان شوی دی، ځکه هغوی د اسرائیل رژیم له لورې د فلسطیني ښځو او ماشونو د وژلې په هکله د راپور ورکولو هڅه کاوه.
په لبنان کې د حزب الله غورځنګ د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د اسرائیل د رژیم له لورې د خبریالانو د هدف ګرځولو په غندلو سره، اعلان وکړ چي د رسنیو په ضد د صهیونیست رژیم بریدونه د دې رژیم د جنایاتو د انعکاس د مخنیوی په هدف تر سره کیږي.
حزب الله له ټولو رسنیو، موسساتو او بشردوستانه ارګانونو څخه غوښتنه کړې چي د اسرائیل د رژیم له لورې د خبریالانو د هدف ګرځولو او د ښځو او ماشونو د عام وژنې غندنه وکړي.
حزب الله خبرداری ورکړ چي د لبنان په خاورې باندې د اسرائیل د رژیم یرغل او د بې ګناه انسانانو وژله بې ځوابه نه پاتي کیږي.
څو زره تنه عراقي یانو اردن سرحد کې فلسطین ته د تلو لپاره راغونډ شوي دي
په عراق کې د النجبا خبري چېنل اعلان وکړ چي څو زره تنه عراقي وګړو فلسطین څخه د ملاتړ لپاره د اردن سرحداتو ته ځانونه ور رسولي دي، او غواړي له دې لارې غزې ته ولاړ شي.
په فلسطین کې د غزې تړانګه له اردن او مصر سره، پولې لري چي دواړو هیوادونو د اسرائیل د رژیم د محاصرې د رعایتولو په هدف، له غزې سره خپلې پولې تړلي دي.
د عراقي رسنیو له راپور سره سم، دمپګړي په زرګونو عراقیان د اردن په سرحداتو کې راغونډ شوي دي او غواړي غزې ته ځانونه ورسوي خو د اردن د حکومت له مخالفت سره مخ شوي دي.
د عراق د رسنیو اتحادیه د یوې اعلامیې په صادرولو سره، اعلان وکړ تمه کیږي چي د سیمې د نورو هیوادونو خلګ هم له عراقیانو سره یو ځای شي.
همدارنګه په عراق کې کتائب حزب الله غورځنګ تېره ورځ اعلان وکړ چي دغه غورځنګ فلسطین ته د ننوتلو لپاره د اردن د پولو په لورې حرکت پیل کړی دی.
تیرو ورځو کې په عراق کې د مقاومتي ډلو له لورې د امریکایانو په اډو باندې سختي توغندوي بریدونه هم شوي دي.
د پاکستان د پارلمان استازې په اسرائیل باندې د ایټمې بم د کارولو غوښتونکې شوه
د پاکستان د پارلمان یوې استازې له حکومته وغوښته چي اسرائیل رژیم ته ګواښ وکړي چي که د فلسطیني ښځو او ماشومانو عامه وژنه بنده نه کړي نو په ایټمې توغندیو سره به په نښه شي.
سروات فاطمه د پارلمان په عمومي غونډه کې ویلي چي د پاکستان ایټمې وسلې نمایښتي نه دي، او حکومت باید په فلسطیني ښځو او ماشومانو باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو د مخنیوی لپاره استعمال کړي.
د هغې په وېنا، صهیونیست رژیم په غزې کې د فلسطین په عامو وګړو د پراخو بمباریو په جاري ساتلو سره، د فلسطین د پوره ولس ختمول غواړي. د تیرو دوو اونیو په موده کې د صهیونیستانو د بریدونو په نتیجه کې کابو ۱۷ زره فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې چي اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
ترکیې په افغانستان کې د بشري حقوقو د رعایتولو غوښتونکې ښوه
په ملګرو ملتونو کې د ترکیې د استازې مرستیال په افغانستان کې په ښځو او انجوڼو باندې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو د ختمېدو غوښتونکی شو.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ترکیې د استازی مرستیال اسماعیل آیدیل د طالبانو د حکومت له لورې په ښځو او انجوڼو باندې له محدودیتونو په سختې نیوکې سره، وویل: مونږ په افغانستان کې د بیان د ازادی له محدودیت او ښځو او انجوڼو ته کار او د تحصیل د جواز له نه ورکولو سخت اندېښمن یو.
هغه زیاته کړه باید د ټولو افغانانو بنیادي حقوقو د طالبانو د حکومت له لورې رعایت شي.
په ښځو او انجوڼو د طالبانو د حکومت له لورې لګول شوي محدودیتونه د نړیوالو له سختو نیوکو سره مخ شوی او د دې حکومت د رسمیت پېژندنې په وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.
امریکایي خبریالې:
امریکا په فلسطین باندې د صهیونیستانو په جنایاتو کې ګرمه ده
امریکایي رسندویې فعالې ویلي چي د فلسطیني ماشومانو او ښځو د عام وژنو په جرم کې امریکا له اسرائیل رژیم سره مرسته کوي او په جرم کې ورسره شریکه ده.
جویس آجلونی امریکایي خبریاله او د عیسویانو د خدماتي کمیټې مشره ویلي چي اسرائیل رژیم په غزې کې په سن پرفیریوس کلیسا باندې بمبار کړی دی حال دا چي د فلسطین عامو وګړو هلته پناه وړې وه.
هغې زیاتوي چي د امریکا ولسمشر بایډن په داسي حال کې غزې سره د انساني مرستو خبره کوي چي امریکا د فلسطینیانو په عام وژنه کې ستر رول لوبوي، خو په غزې کې د دوه میلونو او دوو لکو فلسطینیانو لپاره د ۲۰ ګآدو استول یوه توکه ښکاري.
آجلوني یادونه وکړه چي د تاریخ په اوږدو کې مذهبي ځایونه په جنګونو کې د ښځو او ماشومانو پناه ځای پاته شوي دی خو اسرائیل رژیم په دغو سپېڅلو ځایونو هم له برید نه ډډه نه کوي.
دا په داسي حال کې دی چي صهیونیست رژیم له دوو اونیو را په دې خوا په غزې باندې برق، اوبه، خوراکې توکې او درمل بند کړی او په څلورویشت ساعته توګه پرې بمبارۍ کوي.
پنتآګون:
د یمن انصارالله غورځنګ په اسرائیل رژیم کروز توغندی ویشتي دي
د امریکا د دفاع وزارت ادعا وکړه چي په اسرائیل باندې په یمن کې د انصارالله غورځنګ له لورې توغول شوي کروز توغندی د امریکایي جنګي کښتۍ له لورې په هوا کې ویشتل شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند: پیټ رایډر ادعا کړې ده چي په یمن کې د انصارالله توغندی د اسرائیل د رژیم د ویشتلو لپاره څو کروز توغندی توغولی وو، او بې پیلوټې الوتکې یې استولې وې، چي د فلسطین په سمندري پولو کې د امریکا د جنګي کښتۍ له لورې کشف او نسکوره شوي دي.
صهیونیستي رسنیو هم ورته ادعا وې مطرح کړي دي خو د انصارالله غورځنګ لا تر اوسه په دې هکله بیان نه دی ورکړی.
له فلسطین څخه د اسلامي حکومتونو او ولسونو هممهاله ملاتړ
د اسرائیل د وحشي رژیم له لورې د فلسطني ښځو او ماشومانو د عام وژنې یوه پایله له فلسطین څخه په ملاتړ کې د اسلامي حکومتونو او ولسونو تر مینځ د اجماع رامینځ ته کېدا ده.
د فلسطیني مسلمان ولس په ضد او په تېره بیا په غزې کې د صهیونیست رژیم د څلورویشت ساعته بمبارونو له دوام نه دوې اونۍ تیرې شوې دي. تر دې دمه د صهیونیست رژیم د بریدونو په پایله کې ۳۸۰۰ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۳ زرو نه زیات ژوبل شوي دي چي اکثره یې ښځې او ماشومان دي. یوازې په غزې کې د المعمدانی په روغتون باندې د اسرائیل د رژیم په هوایي برید کې ۵۰۰ تنه شهیدان شول چي دا د جنګي جنایت یوه ستره بېلګه ده.
دغه جنایات تر دې دمه مختلفې پایلې درلودلې چي یوه تر ټولو مهمه پایله یې له فلسطین څخه په ملاتړ کې د اسرائیل د نیواکګر رژیم په ضد د اسلامي هیوادونو او ولسونو تر مینځ د اجماع رامینځ ته کېدا ده.
په ټولو اسلامي هیوادونو کې خلګ د فلسطین د بیرغونو په رپولو سره، له اسرائیل نه د کرکې او له فلسطین نه د ملاتړ اعلان کړي دي. په اردن، عراق او لبنان کې هم خلګو د صهیونیست رژیم او د جنایتکاره امریکا په سفارتونو بریدونه کړي او خپله غوصه یې له روانو جنایاتو څخه څرګنده کړي او امریکایې د اسرائیل د رژیم د جنایاتو شریکه بللې ده.
د حکومتونو په کچه، چي د نړیوال نظام لوبغاړي بلل کیږي، د اکثرو اسلامي هیوادونو چارواکو د صهیونیست رژیم د جنایاتو په وړاندې غبرګون ښودلي دي او د عربستان په جدې کې د اسلامي همکاریو د سازمان فوق العاده غونډه تر سره شول.
د دې غونډې په بیانیه کې په څو مهمو ټکو ټینګار شوی دی، په غزې او د اردن د سیند په لوېدیځې غاړه کې په فلسطینیانو باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو سملاسي بندېدا، فلسطین د ټولو اسلامي هیوادونو د لومړۍ مسالې په توګه په نظر کې نیول کېدا او غزې ته د سملاسي بشري مرستو لېږدول له یادو ټکو څخه بلل کیږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په وېنا، د جدې په غونډه کې ټولو چارواکو وویل چي د امریکایانو او د اسرائیل د رژیم دا خبره دروغ ده چي ګواکې په غزې کې روغتون د حماس او اسلامي جهاد له لورې په نښه شوی دی، او اسرائیل رژیم ورباندې بمبار نه دی کړی.
دغه غبرګونونه ښودنه کوي چي د فلسطین مساله د اسلامي هیوادونو لپاره له پخوا نه زیات اهمیت موندلی دی. د الاقصی طوفان له عملیات او د صهیونیست رژیم له جنایاتو مخکې، له عربو هیوادونو سره د اسرائیل د رژیم د اړیکو د رغېدا بهیر دوام موندلی وو، چي د طوفان الاقصی له عملیاته وروسته، نه یوازې دا بهیر بندون سره مخ شو، بلکې د فلسطین مساله بیا ځلې عربانو ته اهمیت پیدا کړه، له غزې نه په زوره د فلسطینیانو د شړلو لپاره د اسرائیل د رژیم له طرحې سره، د عربستان، مصر او اردن مخالفت له فلسطین څخه د یادو هیوادونو د ملاتړ ښودنه کوي. وروستۍ خبره دا چي د غزې په ضد د صهیونیست رژیم د جنایاتو دوام، د اسلامي هیوادونو تر مینځ له فلسطین څخه په ملاتړ کې یوه بله اجماع هم رامینځ ته کولایشي، هغه د ټولو اسلامي هیوادونو له لورې د اسرائیل د رژیم سره د رسمي او پټو اړیکو بندېدل او په دې رژیم باندې د بندیزونو لګول دی.