په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۲ فلسطینیان شهیدان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140282-په_تېرو_۲۴_ساعتونو_کې_۳۵۲_فلسطینیان_شهیدان_شوي
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د صهیونیسټانو په بمباریو کې ۳۵۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
(last modified 2023-10-20T21:39:00+00:00 )
Oct 21, 2023 02:06 Asia/Kabul
  • په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۲ فلسطینیان شهیدان شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د صهیونیسټانو په بمباریو کې ۳۵۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطین د روغتیا د وزارت ویاند«اشرف القدره» اعلان کړی چې صهیونیسټي رژیم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګه څه دپاسه ۳۷ ځله بمباري کړې ده.

القدره وویل، په دې موده کې ۳۵۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۶۶۹ تنه هم ټپیان شوي دي. په غزه کې دصهیونیسټانو په بمباریو کې څه دپاسه یو زرو څلور سوه فلسطینیان هم تر خاورو لاندې شوي، چې له ډلې ۷۲۰ تنه ماشومان دي .

د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اعلان وکړ چې د الاقصی  طوفان د عملیاتو له پیل څخه تراوسه پورې، د صهیونیسټي رژیم د حملو له امله، ۴ زره او ۱۳۷ کسان شهیدان شوي او څه دپاسه ۱۳ زره ژوبل شوي دي.

 القدره وویل، د صهیونیسټي رژیم پرلپسې جنایتونه، نژادي پاکي او د فلسطین وجود ته ګواښ دی. د صهیونیسټي رژیم په ۱۴ ورځو کې د ترسره شویو جنایتونو له ۷۰ فیصده زیات قربانیان، ماشومان، ښځې او بوډاګان دي.