په ځمکني برید کې به غزه د دښمن هدیره وګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140316-په_ځمکني_برید_کې_به_غزه_د_دښمن_هدیره_وګرځي
د لبنان د حزب الله د عمومي منشي مرستیال وویل: حزب الله له صهیونیسټي رژیم سره د جنګ په زړه کې دی.
(last modified 2023-10-21T23:29:47+00:00 )
Oct 22, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • په ځمکني برید کې به غزه د دښمن هدیره وګرځي

د لبنان د حزب الله د عمومي منشي مرستیال وویل: حزب الله له صهیونیسټي رژیم سره د جنګ په زړه کې دی.

د المیادین شبکې د خبر له مخې، د لبنان د حزب الله د عمومي منشي مرستیال نعیم قاسم پر دې خبرې په ټینګار سره چې د مقاومت دښمنان د مقاومت له توان څخه ډېره ویره لري او له همدې امله د تباهۍ په لور ګامونه پورته کوي .

قاسم وویل: لوېدیځ هېوادونه د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو او وژنو څخه ملاتړ کوي او هغوی هم په دې مسئله کې شریک دي.

د حزب الله د عمومي منشي مرستیال له صهیونیسټي رژیم سره د مقابلې پر ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: موږ نن د جنګ په زړه کې یو. موږ به د خپل لیدلوري له مخې، د فلسطین او بیت المقدس د ازادولو لپاره له صهیونیسټي دښمن سره مقابله وکړو.

قاسم په دې خبرې سره چې حزب الله به د صهیونیسټي دښمن د کمزوري کولو لپاره پوره هڅه وکړي وویل: پر غزې باندې د اسرائیلو ځمکنی برید به د دښمن هدیره وي. موږ له ګټلو پرته او هغوی (صهیونیسټان) له ناکامۍ پرته بله چاره نه لري.