د اسرائیلو رژیم نن بیا په سوریې بریدونه وکړل
سانا خبري اژانس راپور راکړی رسندوي سرچینو په دمشق او حلب هوايي ډګرونو باندې د صهیونیسټ رژیم د توغندوي حملو او د سوریې د دافع هواو د ځواب د ورکولو خبر ورکړ.
یوې خبرې پوځي سرچینې وویل نن سهار وختی د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د سوریې د نیواکي جولان او د لاذقیه په لویدیځ کښې له مدیترانۍ سمندر څخه د دمشق او د حلب په نړیوالو هوايي ډګرونو باندې بریدونه وکړل چې په دمشق هوايي ډګر کښې د یوه ملکي وګړي د وژل کیدا او د یوه کارګر د ژوبلیدا سبب شول.
دغه راپور وايي چې د دمشق او د حلب د هوايي ډګرونو رن وې(runway) ته مادي تاوانونه ورسیدل چې د هوايي ډګرونو د فعالیت د بندیدا سبب شول.
د سوریې د ټرانسپورټ وزیر هم وویل د دمشق او د حلب د هوايي ډګرونو له لارې پلان شوي الوتونه د لاذقیه نړیوال هوايي ډګر ته منتقل شول.
په تیرو څوارلسو ورځو کښې دا دریم ځل دی چې صهیونیسټ رژیم د سوریې په دمشق او حلب هوايي ډګرونو باندې بریدونه کوي.