اسلامي هیوادونه باید د غزې د تړانګې ملاتړ وکړي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه نن سهار په یوې بیانیې کښې له غزې تړانګې په ملاتړ کښې د اسلامي او د عربي هیوادونو د پریکنده او د چټک دریځ د غوره کولو غوښتنه وکړه.
اسماعیل هنیه په دې هکله وویل لویدیځ هیوادونه د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د اسرائیلو د جنګ او د فلسطینیانو د نسل وژنې په ملاتړ کولو کښې په خپلو دریځونو سره له بشریت څخه خارج شوي دي او زیاته یې کړه لویدیځو هیوادونو د ځانونو او د اسلامي او د عربي هیوادونو د خلکو ترمینځ یو دیوال رامینځته کړی دی چې هیڅکله به هم ړنګ نشي.
اسماعیل هنیه په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو په هکله وویل دغه جنایتکاران هیڅ چا ترمینځ توپیر نه کوي ، ماشومان، ښځې او بوډاګان وژني او تر ټولو ویرونکي عام وژلې ترسره کوي.
د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په دوام کښې پوښتنه وکړه ای د اسلامي او عربي هیوادونو مشرانو تاسو څومره وژلې او وینې تویولو ته ضرورت لرئ چې بالاخره غصه شئ او تاریخي دریځ غوره کړئ.»؟
طوفان الاقصی عملیات په داسې حال کښې اولسمې ورځې ته ورننوتلي دي چې د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکې له کوم ځنډ پرته په غزې تړانګې کښې په کورونو ، روغتونونو، ښوونځیو باندې حملو ته دوام ورکوي خو صهیونیسټ عسکر تراوسه نه دي توانیدلي چې غزې تړانګې ته ننوځي ځکه چې په ښه ډول پوهیږي غزې ته ننوتل یعني جبۍ ته غورځیدل دي چې ترې وتل به اسانه نه وي.