په نړیوالو ټولنو کې د صهیونیست رژیم د جنایاتو تعقیبونه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي مرستیال ویلي چي په نړیوالو ټولنو کې د غزې په ضد د صهیونیستانو د جنایاتو د تعقیبولو بهیر پیل شوی دی.
صهیونیستي رژیم د فلسطین د مقاومت د طوفان الاقصی د عملیات په وړاندې له بې وسه کېدو نه وروسته،دغه رژیم له تېرو دریو اونیو څخه په غزې کې د عامو فلسطینیانو بمبارولو مخه کړې ده، چي د امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونو زرو فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې ده او له دوه لکه کورونو او اپارتمانونو زیاتې ودانۍ ویجاړي شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي مرستیال رضا نجفي د فلسطینیانو په ضد د صهیونیست رژیم د جنایاتو په وړاندې د ایران د ډیپلماټیکو اقداماتو په ډګر کې رسنیو ته وویل: د فلسطین کورواکه اداره د هاګ نړیوالې محمکې غړیتوب لري، هلته یې هم د صهیونیست رژیم په ضد دعوه کړې ده، په دې خاطر د نړیوالې محکمې د لویې څارنوالۍ دنده جوړیږي چي د صهیونیست رژیم د جنایاتو دوسیې ته رسېدګي وکړي.
نوموړی د دې په بیانولو چي په روغتونونو، جوماتونو، کلیسا او د خلګو په کورونو د صهیونیست رژیم د بریدونو مستندات د راغونډېدو په حال کې دی، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت له مختلفو لارو څخه منجمله د اسلامي همکاریو د سازمان له لارې د صهیونیست رژیم په ضد د حقوقي اقداماتو لپاره تعقیبونه کوي.
نجفی جوته کړه: مختلفو هیوادونو په ملي، سیمه ایې او نړیوالې سویې کې د صهیونیستانو د جنایاتو تعقیبونه کوي او هغه کسان چي په دغو جنایاتو کې ښکېل دي، له شکه پرته به محکمه شي.