غزې کښې د سونګو ختمیدل د غمیزې سبب کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین سرې میاشتې (هلال احمر) په دې خبرې سره چې غزې تړانګې ته رسیدلي طبي مرستې ډیرې کمې دي وویل په غزې کښې د سونګو ختمیدل د غمیزې د رامینځته کونکي حالت سبب کیږي.
د الاقصی د طوفان د عملیاتو له پیل راهسې نن څلرویشتمه ورځ کیږي چې له یوې خوا د فلسطین د غزې تړانګې د هستوګنه او عمومي سیمو بمبارولو ، د اوبو او د بریښنا غوڅیدا له یوې او د درملو او د خوراکي شیانو سخت کمښت له بلې خوا د فلسطین د غزې تړانګې د وسیدونکو لپاره ډیر کړکیچن حالات رامینځته کړي دي ، د بشري حقوقو ارګانونو په دغه سیمه کښې انساني شرایط د نه بیانیدا وړ او خواشینونکي بللي دي.
د فلسطین د هلال احمر یوه چارواکي وویل د طبي تهجیزاتو هغه مرستې چې مونږ ته رسیدلي دي د غزې د تړانګې د روغتونونو د زیات ضرورتونو یوه قطره هم نه ده.
هغه وویل له ټولو نړیوالو غوښتنو سره سره تراوسه غزې تړانګې ته د روغتیا د برخې لپاره ضروري سونګ نه دي رسیدلي وویل د سونګو ډیرې سټراټيژیکې زیرمې مو مصرف کړي دي او د سونګو ختمیدل د غمیزه رامینځته کونکي حالت سبب کیږي.
له دې مخکې د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ مشر په دې خبرې سره چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې زیات انساني کړکیچ او کړاو دردونکی دی وویل د غزې روغتونونه د تجهیزاتو او د درملو د ختمیدا په دلیل د دړې وړې کیدا په حال کښې دي.
د فلسطین سرې میاشتې ادارې مخکې هم ویلي وو چې صهیونیسټ رژیم غزې تړانګې ته د سونګو د ورتلو مخه نیسي.
د غزې تړانګې په شمالي سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو له زیاتیدا سره په یووخت د فلطسین د روغتیا وزارت د دغه سیمې د شهیدانو شمیر څه د پاسه اته زره(۸۰۰۰) اعلان کړ.
د فلسطین د ښوونې او د روزنې وزارت نن وویل چې په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو په وحشیانه حملو کښې تراوسه دوه زره زده کونکي شهیدان شوي دي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي.