په سوریې کښې د امریکا په اډې برید شوی
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د عراق مقاومت ځواکونو په دوو بې پایلوټه الوتکو سره د سوریې په شمال ختیځ کښې د امریکا په اډې باندې حمله وکړه.
د امریکا پوځيان واشنګټن ته اړونده د سوریې له کرد ډیموکراټیک ځواکونو سره یوځاې په غیر قانوني ډول د سوریې په شمال او شمال ختیځ کښې شتون لري او دوې د هیواد د تیلو د سرچینو او شتمنیو په چورتالان کولو سربیره د ځايي خلکو پرضد جنایتونه هم کوي.
د عراق اسلامي مقاومت ډلو نن په یوې بیانیې کښې وویل د سوریې په الشدادي سیمه کښې د امریکا په یوې اډې باندې د دوو بې پایلوټه الوتکو حمله وشوه او بې پایلوټه الوتکې نیغ په نیغه په هدف باندې ولګیدلې.
د عراق اسلامي مقاومت ډلو د سوریې په شمال ختیځ کښې د حسکه ولایت په جنوب کښې هم د امریکا په اډې باندې حمله وکړه.
دغه بیانیه په داسې حال کښې خپره شوي ده چې د سوریې ځاي رسنیو نن سهار په هیواد کښې د امریکا په یوې بلې پوځي اډې باندې هم د حملې خبر ورکړی دی.
د فلسطین په نیواکي سیمو کښې د جنګ له سختیدا وروسته په تیرو څو ورځو کښې د عراق او د سوریې په یوشمیر سیمو کښې د امریکا په اډو باندې بریدونه شوي دي چې له کبله یې لسګونو پوځيان ژوبل شوي دي.