د غزې په تړانګه کې د 27مې ورځې تحولات
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140894-د_غزې_په_تړانګه_کې_د_27مې_ورځې_تحولات
د غزې په تړانګه کې د شهيدانو زياتوالى، په دغه تړانګه کې د سرطان د ناروغانو د يواځينې روغتون بندول، په جباليه او د UNRWA په ښوونځي باندې د صهيونېسټ رژيم حملې او د جنايتونو په وړاندې د مقاومت ځوابونه، په غزې کې د ۲۷مې ورځې له مهمو پرمختګونو څخه دي.
(last modified 2023-11-02T06:37:33+00:00 )
Nov 02, 2023 11:05 Asia/Kabul
  • د غزې په تړانګه کې د 27مې ورځې تحولات

د غزې په تړانګه کې د شهيدانو زياتوالى، په دغه تړانګه کې د سرطان د ناروغانو د يواځينې روغتون بندول، په جباليه او د UNRWA په ښوونځي باندې د صهيونېسټ رژيم حملې او د جنايتونو په وړاندې د مقاومت ځوابونه، په غزې کې د ۲۷مې ورځې له مهمو پرمختګونو څخه دي.

د غزې په تړانګه کې د شهيدانو زياتوالى، په دغه تړانګه کې د سرطان د ناروغانو د يواځينې روغتون بندول، په جباليه او د UNRWA په ښوونځي باندې د صهيونېسټ رژيم حملې او د جنايتونو په وړاندې د مقاومت ځوابونه، په غزې کې د ۲۷مې ورځې له مهمو پرمختګونو څخه دي.

د ایران فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کې اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د الاقصی د طوفاني جګړې له پیل راهیسې د صهیونیسټي رژیم د حملو له امله ۸۸۰۵ تنه شهیدان او ۲۲۲۴۰ تنه ټپیان شوي دي.

دغه وزارت همداراز زیاته کړه چې د غزې تړانګې په شمال کې په «جبلیه» سیمه کې د صهیونیسټی رژیم له لورې ۱۹۵ تنه شهیدان شوي او ۷۷۷ تنه ټپيان شوي، دغه راز ۱۲۰ تنه لادرکه شوي دي.

د ترکیې – فلسطین د دوستۍ روغتون مشر په یوه خبري کنفرانس کې وویل: دغه روغتون چې په عمده توګه د سرطاني ناروغانو درملنه کوي، د تیلو له کمښت سره مخ شوی او اوس له فعالیت څخه لوېدلی دی.

له بلې خوا صهيونېسټ رژيم د غزې تړانګې په شمال کې د جباليه په سيمه کښې په هوائي حملو کې ۱۹ فلسطينيان ووژل.

صهیونیسټي رژیم د الشطاع په کمپ کې د ملګرو ملتو د مرستې او کارونو د ادارې یو بل ښوونځی هم بمبار کړ.

صهیونیسټي پوځیانو د دغه ښوونځي په بمبارولو کې له فاسفورس بمونو څخه استفاده وکړه چې پکې زیات شمیر فلسطینیان پناه وړي وو.

په غزې تړانګې کې د فلسطين رسمي مقاماتو اعلان وکړ چې په الاقصې ښار د صهيونيسټ رژيم د جګړې له پيل څخه تراوسه پورې د صهيونيسټ رژيم په بريدونو کې ٢١٢ ښوونځي زيانمن شوي او ٤٥ ښوونځي تړل شوي، دغه راز په بيلابيلو تعليمي ادارو کې  ٢٥١٠ تنه زده کوونکي شهيدان شوي دي .

 د غزې تړانګې په الشطي ولسوالۍ کې د ابو عاصي په ښوونځي کې د صهيونېسټ رژيم په بریدونو کې ۵ فلسطينيان شهيدان او يو شمېر نور ژوبل شول.

صهیونیسټی پوځیانو په نابلس، حبرون، جنین، طولکرم، رام الله، یریحو او قلقیلیا کې په حملو کې په لسګونو فلسطینیان نیولي دي.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د پوځی څانګې د قدس کنډک نن د پنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د دغه کنډک ځواکونو د صهیونیسټی پوځیانو یو ټانک د یاسین ۱۰۵ توغندي په وسیله په نښه کړ.

د قسام کنډک هم اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په شمال لویدیځ محور کې یې د یاسین ۱۰۵ توغندي په وسیله د اسرائیلو یوه وسله په نښه کړې ده.