حماس غورځنګ په اسرائیلو راکټونه وویشتل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی قدس غونډونو بیګا وویل په تل اویو کښې یې په عسقلان، اسدیروت ، نیرعام ، مقلاسیم، کفار عزه او کفار سعد سیمو باندې د راکټونو بریدونه کړي دي.
د فلسطین د قدس غونډونو په بیانیې کښې ویل شوي دي دغه راکټي حملې د نهه زره څلور سوه اته اتیا کسانو شهادت او د دوه دیرش زره کسانو ژوبلیدا ته په ځواب کښې ترسره شوي دي.
له بلې خوا د فلسطین القسام غونډونو بیګا په غزې تړانګې کښې الشاطي کیمپ او حی الشیخ رضوان سیمې ته نږدې د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرانو او د فلسطین د مقاومت د ځواکونو ترمینځ د جنګونو عکسونه خپاره کړل.
د فلسطین القسام غونډ وویل په دغو جنګونو کښې د صهیونیسټ رژیم لس پوځي ګاډي تباه شول.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله هم بیګا له نیواکي ټاټوبو سره د لبنان په جنوب کښې د صهیونیسټ رژيم په څو پوځي پوستو باندې د حملو فیلم خپور کړ.
په دغه خپور شوي فیلم کښې حدب البستان ، الجردح ، العباد او جل العلام پوځي پوستې ښودل شوي دي.