د لبنان حزب الله د فلسطین د جنګ برخه دی
فارس خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم له صهیونیسټ رژیم څخه په ملاتړ کولو کښې د عربو هیوادونو رول ته د خبرداري په ترڅ کښې ټینګار وکړ د غزې تړانګې پرضد جنګ باید بند شي.
هغه په یوې وینا کښې ټینګار وکړ په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د فلسطینیان وژله سبب کیږي چې له دغه رژیم سره د مقابلې لپاره لا پسې هوډمن شو.
شیخ نعیم قاسم د طوفان الاقصی د عملیاتو په وخت د لویدیځو هیوادونو اخلاقي او سیاسي سقوط او د ډیموکراسۍ او د بشري حقوقو په هکله د هغوې شعارونو ته په اشارې سره وویل د لبنان حزب الله غورځنګ د فلسطین په لاره کښې د جنګ یوه برخه دی او مونږ د فلسطین د لبنان او د سیمې د ازادۍ ترمینځ هیڅ تفاوت او فرق نه کوو.
د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم په دې خبرې سره چې حزب الله د صهیونیسټ رژيم د پلانونو د له مینځه وړلو لپاره همیشته په میدان کښې دی لویدیځو هیوادونو ته په خطاب کښې وویل جنګ بند کړئ چې هغه پراخ نشي او له مونږ څخه هم مه غواړئ چې د جنګ په پراخولو پسې نشو.
هغه په پاې کښې ټینګار وکړ مونږ به متحد پاتې شو، د مقاومت لپاره به کار وکړو او هر وخت چې ضروري وي د هغه بیه به ورکړو.
د لبنان حزب الله غورځنګ د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیل یوه ورځ وروسته د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو او د نیواکي فلسطین او د لبنان په سرحدونو کښې د اسرائیلو په پوځي مرکزونو باندې حملې پیل کړي او ورځ تر بلې دغه بریدونه پسې زیاتیږي.
څو ساعته مخکې د لبنان حزب الله غورځنګ وویل د لبنان سرحد ته نږدې د صهیونیسټ رژیم د پوځ «جل العلام» پوځي پوسته یې تباه کړي ده.
د فلسطین خبري سرچینو وویل چې د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د لومړي ځل لپاره په دغه حملې کښې له سترو توغندیو استفاده کړي ده.