د غزې په هکله مو خبرې تش خیالونه دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141220-د_غزې_په_هکله_مو_خبرې_تش_خیالونه_دي
د حماس د غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جان کربي د خبرو په ځواب کې وویل: له حماس پرته د غزې په هکله خبرې تش خوب او خیال دی، زمونږ ولس له مقاومت سره اغږلی دی.
(last modified 2023-11-08T06:29:23+00:00 )
Nov 08, 2023 10:57 Asia/Kabul
  • د غزې په هکله مو خبرې تش خیالونه دي

د حماس د غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جان کربي د خبرو په ځواب کې وویل: له حماس پرته د غزې په هکله خبرې تش خوب او خیال دی، زمونږ ولس له مقاومت سره اغږلی دی.

نن د امریکا د ملی امنیت سلاکار جان کربي په یوه خبري غونډه کې وویل چي حماس د غزې د راتلونکې برخه نه شي کېدای او په غزې کې د یو نوی حکومت د جوړولو لپاره سلامشورې روانې دي.

دا په داسي حال کې دی چي د غزې خلګو په خپلو رایو سره، د حماس حکومت یې راوستی دی، د حماس د غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع د کربي د خبرو په ځواب کې ویلي چي د هغه خبرې تش خوب او خیال دی.

صهیونیست رژیم د امریکا، انګلیس او فرانسې په ملاتړ سره، په غزې کې دپراخو هوایي بریدونو تر څنګ چي په کښې د فلسطیني ښځو او ماشومانو په شمول له ۳۵زرو نه زیاتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده، ځمکني عملیات پیل کړی دی، او غواړي حماس کمزوري کړي.