د اسرائیلو رژیم په روغتون بمبارۍ سره دیارلس کسان شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141320-د_اسرائیلو_رژیم_په_روغتون_بمبارۍ_سره_دیارلس_کسان_شهیدان_کړل
الجزیرې ټيلي ويژن خبر ورکړی خبري سرچینو وویل د فلسطین د غزې تړانګې د روغتونونو په شمول د غزې په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم هوايي حملې هماغه راز دوام لري.
(last modified 2023-11-10T07:36:19+00:00 )
Nov 10, 2023 10:01 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم په روغتون بمبارۍ سره دیارلس  کسان شهیدان کړل

الجزیرې ټيلي ويژن خبر ورکړی خبري سرچینو وویل د فلسطین د غزې تړانګې د روغتونونو په شمول د غزې په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم هوايي حملې هماغه راز دوام لري.

د غزې د «شفا» روغتون مشر محمد ابو سلمیه وویل  په دغه روغتون باندې د اسرائیلو د جنګي الوتکو په حمله کښې دیارلس  فلسطینیان شهیدان شول او په لسګونو نور ژوبل شول  او غزې تړانګه د ماشومانو لپاره په یوې هدیرې بدله شوي ده.

هغه وویل صهیونیسټ دښمن د غزې تړانګې په ټولو روغتونونو باندې حملې کوي او د فلسطین ټول خلک له روغتونونو د ملاتړ غوښتنه کوي خو صهیونیسټي دښمن هیڅ توجه نه کوي.

ابو سلمینه دې ته په اشارې سره چې شفا روغتون ته د بشر دوستانه مرستو دوه کاروانونه د صهیونیسټ رژیم د پوځ لخوا تباه کړې شول له نړیوالو او نړیوالو ارګانونو وغوښتل چې غزې تړانګې ته ورشي او له نږدې څخه د دغه روغتون حالت وویني.

دغه راز د غزې تړانګې په شمال کښې د جبالیا کیمپ په العجارمه واټ کښې په یوه کور باندې د صهیونیسټ رژیم د  جنګي الوتکو په بمباریو کښې درې کسان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.

د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستیو رسمي شمیرنو پراساس صهیونیسټ رژيم د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې تراوسه لس زره او پینځه سوه نهه شپیته فلسطینیان شهیدان کړي دي چې څلور زره او درې سوه څلرویشت پکښې ماشومان او دوه زره اته سوه درې دیرش پکښې ښځې دي.

دغه راز څه د پاسه شپږویشت زره فلسطینیان ژوبل شوي هم دي.