د اشغال شوي فلسطین په شمال کې یوه لویه چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141374-د_اشغال_شوي_فلسطین_په_شمال_کې_یوه_لویه_چاودنه_شوې
باخبرو سرچینو د فلسطین په شمال کې د یوې سترې چاودنې خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-11-11T06:08:12+00:00 )
Nov 11, 2023 10:31 Asia/Kabul
  • د اشغال شوي فلسطین په شمال کې یوه لویه چاودنه شوې

باخبرو سرچینو د فلسطین په شمال کې د یوې سترې چاودنې خبر ورکړی دی.

باخبرو سرچینو د فلسطین په شمال کې د یوې سترې چاودنې خبر ورکړی دی.

د ایرنا د راپور له مخې د شنبې په ورځ باخبرو سرچینو یوه ویډیو خپرولو سره خبر ورکړ چې دغه چاودنه د فلسطین په شمال کې د «هونین» ولسوالۍ او د «مارګلیوت» صهیونیسټی میشت ځای ته څیرمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې چاودنې څو شېبې وړاندې ځینو سرچینو د فلسطین په شمال کې د اشغال شوې سیمې په خاوره کې د بې پیلوټه الوتکې د ننوتلو خبر ورکړی و.

په همدې لړ کې صهیونیسټی ورځپاڼی معارف اعتراف کړی چې له لبنان څخه د فلسطین د نیواک په شمال کې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو لخوا په یو وخت حملي شوي دي.

ځینو صهیونیسټي رسنیو هم په نیواکي سیمو د بې پیلوټه الوتکو د حملو شمیر دوه ښودلی دی. صهیونیسټي سرچینو دغه راز خبر ورکړی دی چې د ریموټ کنټرول توغندی په مرکلیوت ښارګوټي کې لګیدلی دی.