د فلسطین مبارزانو د اسرائیلو دوه نور ټانکونه تباه کړل
ایرنا خبري اژانس د فلسطین د سرچینو په قول وویل چې عزالدین القسام غونډ په غزې تړانګه کښې د ځمکنیو جنګونو په وخت د صهیونیسټ رژیم د دوو نورو ټانکونو د تباه کولو خبر ورکړ.
د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ په «الیاسین یوسل پینځه» ډوله راکټونو سره د غزې په جنوب لویدیځ چورلیز کښې د صهیونیسټ رژیم دوه ټانکونه تباه کړل.
په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ پوځي څانګې «سرایا القدس» غونډ هم له نیواکي ټاټوبو سره د فلسطین په غزې سرحد کښې په «بوابه السناطي» سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په مرکزونو باندې د هوان ډزې وکړې.
د حماس د پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ ویاند ابو عبیده پرون د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم د یوسلو شپیتو ټانکونو ، زغر ګاډو او د پوځي ګاډو د تباه کولو خبر ورکړی و.