په غزه کې په ۳۶ ورځو کې اوښتي تلفات او زیانونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141470-په_غزه_کې_په_۳۶_ورځو_کې_اوښتي_تلفات_او_زیانونه
په غزه کې د صهیونیسټي رژیم له لورې د وحشي بریدونو له امله  په تېرو ۳۶ ورځو کې له ۱۱ زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي چې په کې ۵ زره ماشومان، درې زره میرمنې، ۱۹۵ مرسته رسوونکي او ۴۹ خبریالان شامل دي.
(last modified 2023-11-13T03:56:24+00:00 )
Nov 13, 2023 08:23 Asia/Kabul
  • په غزه کې په ۳۶ ورځو کې اوښتي تلفات او زیانونه

په غزه کې د صهیونیسټي رژیم له لورې د وحشي بریدونو له امله  په تېرو ۳۶ ورځو کې له ۱۱ زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي چې په کې ۵ زره ماشومان، درې زره میرمنې، ۱۹۵ مرسته رسوونکي او ۴۹ خبریالان شامل دي.

په غزه کې د صهیونیسټي رژیم له لورې د وحشي بریدونو له امله  په تېرو ۳۶ ورځو کې له ۱۱ زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي چې په کې ۵ زره ماشومان، درې زره میرمنې، ۱۹۵ مرسته رسوونکي او ۴۹ خبریالان شامل دي.

دغه راز په یاده موده کې نږدې دېرش زره تنه ټپیان شوي او نږدې یو نیم میلیون کسان له خپلو اصلي استوګنو څخه بې ځایه شوي دي.

د معلوماتو له مخې په یاده موده کې ۳۲ زره کورونه او ساختمانونه او ابادۍ تخریب شوي چې په کې ۴۴ روغتونونه، ۶۱ روغتیایي مرکزونه او ۴۱ جوماتونه شامل دي.

د را پورونو له مخې د فلسطین د مقاومت ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې تر دا مهاله تر ۴ زرو زیات صهیونیسټیان وژل شوي، د دوی څخه اویا ښارګوټې خالي شوي او ۱۵۳ ټانکونه او نور نظامي تجهیزات د دوی ویجاړ شوي دي.

د دغه را پور له مخې په یاده موده کې تر یو میلیون ډیری صهیونیسټیان چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې میشت وو، فرار یې کړی چې له ډلې اته سوه زره په خیمو او کمپونو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

د یادونې وړده چې د صهیونیسټانو پر ضد په ټوله نړۍ کې لاریونونه وشول او له دوی څخه ورځ تر بلې د نفرت کچه لوړیږي.