په مدیترانې کې د امریکا جنګي کښتۍ ۴۰۰ کیلومټره شاتګ کړی
د لبنان د حزب الله د سرمنشي له ګواښونو وروسته، امریکا خپلې هغې کښتۍ چي له اسرائیل رژیم څخه د ملاتړ لپاره مدیترانې ته استولې وه، ۴۰۰ کیلومټره له سیمې لیري کړي دي.
د رای الیوم د رسنۍ مشر او وتلی شناند عبدالباري عطوان ویلي چي د حزب الله او د مقاومت له محور سره د کښتیو ضد یاخونت توغندی دي چي تر ۴۰۰ کیلومټره پورې په سمندر کې جنګي کښتۍ له مینځه وړلایشي.
د هغه په وېنا امریکایانو د مقاومت د محور د کښتۍ ضد توغندیو له ویرې په مدیترانې سمندر کې خپلې کښتۍ ۴۰۰ کیلومټره په شا تمبولي دي، څو د مقاومت د محور له لورې ښکار نه شي.
عطوان د دې په بیانولو چي په غزې باندې د صهیونیست رژیم له خوا روان جنګ د امریکا په وسلو او فوځي ملاتړ تر سره کیږي، وویل: د مدیترانې په سمندر کې څو ورځې وړاندې هم د امریکایي سپېشل فورسانو یوه چورلکه وویشتل شوه، چي امریکایانو یې د ویشتل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د هغه په وېنا که امریکا د جنګ د پراخولو په لټه کې ووسي د عراق او سوریې په شمول په ټوله سیمه کې به د امریکایانو اډې او میشت ځواکونه د مقاومت د محور له لورې له مینځه وایستل شي.