د مقاومتي چورلیز توغندیو بیا پر تل ابیب تورتم جوړ کړ
دفلسطینی مقاومتي چورلیز دمبارزانو په توغندوي حملو پسې په تل ابیب،او ایلات او دغزې په شاخوخوا کې په څو نورو ښارګوټو کې هم د خطرې ټلۍ کړنګیدلي دي. خبرو سرچینو وئیل ي چې په تل ابیب کې د څو زورورو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي .
خبرو سرچینو بیګا هم په تل ابیب او دهغه په شاخوا د فلسطین د مقاومتي چورلیز د مبارزانو د توغندیو د سختو حملو خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د فلسطینی مقاومتي چورلیز دمبارزانو په توغندوي حملو پسې په تل ابیب،او ایلات او دغزې په شاخوخوا کې په څو نورو ښارګوټو کې هم د خطرې ټلۍ کړنګیدلي دي. خبرو سرچینو وئیل ي چې په تل ابیب کې د څو زورورو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي .
په عین حال کې د وحشي صهیونیستي رژيم پوځ بیګا په نیواکي ټاتوبو د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ توغندوي حمله تائيد کړي ده. له بل پلوه دسورئې خبری سرچینو هم وئیلي دي چې د سورئې له خاورې د جولان په نیواکي لوړو دوو توغندی ویشتل شوي چې لوخَړې ئې ترې پورته کړي دي.