د غزې کنټرول  د مقاومتي چورلیز مبارزانو په کنټرول کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141572-د_غزې_کنټرول_د_مقاومتي_چورلیز_مبارزانو_په_کنټرول_کې_دی
 د  حماس یوه مسئول مقام زیاته کړې ده ،په غزې کې د روغتونونو او بیخ بینائي تاسیساتو ټارګټ کول ،له غزې څخه  وتلو  ته د فلسطینیانو  دمجبورولو لپاره دي، د نیواکګرو موخه  له غزې تړانګې د فلسطینیانو  کوچول او د نکبت د ورځې تکرارول دي.
(last modified 2023-11-14T23:32:34+00:00 )
Nov 15, 2023 04:00 Asia/Kabul
  • د غزې کنټرول  د مقاومتي چورلیز مبارزانو په کنټرول کې دی

 د  حماس یوه مسئول مقام زیاته کړې ده ،په غزې کې د روغتونونو او بیخ بینائي تاسیساتو ټارګټ کول ،له غزې څخه  وتلو  ته د فلسطینیانو  دمجبورولو لپاره دي، د نیواکګرو موخه  له غزې تړانګې د فلسطینیانو  کوچول او د نکبت د ورځې تکرارول دي.

د فلسطین دحماس اسلامی مقاومتی غورځنګ  یو ه لوړپوړي مشر اسامه حمدان  بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئل،  دنیواکګرۍ  دختمیدا، له بیت المقدسه د ملاتړ او دبندیانو د خوشی کیدا او د فلسطنیی هیواد دجوړیدا  د جنګ  په پرمختګ کې یوو.

 د  حماس دغه مسئول مقام زیاته کړې ده ،په غزې کې د روغتونونو او بیخ بینائي تاسیساتو ټارګټ کول ،له غزې څخه  وتلو  ته د فلسطینیانو  دمجبورولو لپاره دي، د نیواکګرو موخه  له غزې تړانګې د فلسطینیانو  کوچول او د نکبت د ورځې تکرارول دي.

اسامه حمدان  پر ملګروملتو غږ کړی چې د غزې دروغتونونو د وضعیّت دارزونې لپاره دې یوه نړیواله کمیټې  جوړه کړي  او  هغه دغه راز له عربو ،اسلامی  او درستو پتمنو ملتونو  هم وغوښتل ، دتیریو ترختمیدا پورې دې خپلو مظاهرو او اعتراضونو ته دوام ورکړي. هغه روښانه کړې ده ، د فلسطنیو بندیانو له خوشي کیدا پرته به هیڅ  پیښه رامینځة نشي  او نتنیاهو   په شخصي دلیلونو سره  دجنګ په اوږدولو پسې دی او  داسرایلییانو او د او په میدان کې خپلو پوځيانو ته هیڅ اهمیّت نه ورکوي.

داپه داسې حال کې دي چې د اسلامی  جهادغورځنګ عمومی منشی زیاد نخاله یو ځل بیا ګواښ کړی چې که  تیریګر وحشي رژيم خپلو جنایتونو او سرزوریو ته دوام ورکړي ،نو د بندیانو د مبادلې لپاره له روانو خبرواترو به ووځي او نور به د اسرائیلیانو  بندیان  د دوي په لاس کې پاتې شي او  بیا به ئې وخت تیر وي.