په غزه کې د شهیدانو شمیره ۱۲ زرو ته نږدې شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141720-په_غزه_کې_د_شهیدانو_شمیره_۱۲_زرو_ته_نږدې_شوی
رسنۍ وایي، پر غزې د صهیونیسټي رژیم بریدونه په دوام سره؛ په غزې کې د شهیدانو شمېر ۱۲ زرو تنو ته نږدې شوی دی.
(last modified 2023-11-17T22:38:53+00:00 )
Nov 18, 2023 03:07 Asia/Kabul
  • په غزه کې د شهیدانو شمیره ۱۲ زرو ته نږدې شوی

رسنۍ وایي، پر غزې د صهیونیسټي رژیم بریدونه په دوام سره؛ په غزې کې د شهیدانو شمېر ۱۲ زرو تنو ته نږدې شوی دی.

رسنۍ وایي، پر غزې د صهیونیسټي رژیم بریدونه په دوام سره؛ په غزې کې د شهیدانو شمېر ۱۲ زرو تنو ته نږدې شوی دی.

د غزې پر تړانګه د صهیونیسټي رژیم بریدونه له ۴۳ ورځو راهیسې په پرله پسې ډول دوام لري او تر دا مهاله له ۱۱ نیم زرو څخه زیات کسان شهیدان شوي دي.

په داسې حال کې چې په ملکي میشت ځایونو، روغتونونو او جوماتونو باندې د اسرائیلي پوځ لخوا په ترسره شویو بریدونو کې په زرګونو فلسطینیان خپل ژوند له لاسه ورکړی، روغتونونه د تیلو او درملو د کمښت له امله یو په بل پسې له فعالیته غورځیږي.

د اندونیزیا د روغتون رییس عاطف الکهلوت په خپل بیان کې وویل، "موږ نور خدمات نه شو وړاندې کولی، موږ نشو کولی ناروغانو ته بسترونه وړاندې کړو،" او اعلان یې وکړ چې د روغتون څانګې په بشپړ توګه له فعالیته غورځیدلي دي.

هغه وويل، چې دا روغتون د ۱۴۰ تنو   ناروغانو ظرفيت لري او زياته يې کړه، چې اوسمهال په روغتون کې شاوخوا ۵۰۰ تنه  ناروغان شتون لري.

د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې، د جنين په ښار او کمپ باندې د اسرائيلي پوځ له خوا د لسګونو پوځي وسايطو، بلدوزرونو، هليکوپترونو او بې پیلوټه الوتکو په مرسته د شپې نه راپدیخوا يرغلونه دوام لري.

د فلسطین د خبری اژانس د خبر له مخې د جنین په کمپ کې د نیواکګرو بې پیلوټه الوتکې  په وسیله د نیواکګرو ځواکونو په حمله کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۹ نور ژوبل شوي دي".