شهید رهبر د حضرت امام حسین(ع) لاره تعقیب کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i175004-شهید_رهبر_د_حضرت_امام_حسین(ع)_لاره_تعقیب_کړه
د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ  د سیاسي دفتر غړي د معظم رهبر امام خامنه اي د شهادت د عاشورا له پېښې سره په پرتله کولو سره وویل؛ لکه څنګه چې امام حسین(ع) د خپل  شهادت له لارې هغو لاسته راوړنو ته ورسېد چې د ژوند په مهال ئې د تحقق امکان نه ؤ، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شهادت هم د مقاومت جبهه لا پیاوړې کړه او د ایران د ملت یووالی ئې نور هم ټینګ کړ.
(last modified 2026-07-08T09:54:37+00:00 )
Jul 08, 2026 14:20 Asia/Kabul
  •   شهید رهبر د حضرت امام حسین(ع) لاره تعقیب کړه

د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ  د سیاسي دفتر غړي د معظم رهبر امام خامنه اي د شهادت د عاشورا له پېښې سره په پرتله کولو سره وویل؛ لکه څنګه چې امام حسین(ع) د خپل  شهادت له لارې هغو لاسته راوړنو ته ورسېد چې د ژوند په مهال ئې د تحقق امکان نه ؤ، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شهادت هم د مقاومت جبهه لا پیاوړې کړه او د ایران د ملت یووالی ئې نور هم ټینګ کړ.

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي،  له ایکنانیوز سره په خبرو کې د مقاومت په جبهې کې د ایران پر چورلیزي رول ټینګار وکړ او وې ویل: ایران د مقاومت د چورلیز په جوړولو کې مخکښ دی، او د اسلامی انقلاب شهید رهبر د مقاومت د ډلو، په تیره بیا په فلسطین او لبنان کې،  د پیاوړتیا او ملاتړ په برخې کې ټاکونکی رول درلود.

هغه زیاته کړه: امریکا ګومان کاوه چې د اسلامي انقلاب د رهبر په نښه کولو سره به د مقاومت له چورلیز سره روان  جنګ پخپلې ګټې پای ته ورسوي، خو خپلو سپيرو موخو ته ونه رسېده.

البخیتي ټینګار وکړ چې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شهادت نه یوازې ایران کمزوری نه کړ، بلکې د ایران د خلکو یووالی ئې لا پیاوړی کړ، او د امریکا د یرغل پر وړاندې د ایران د پوځ او ملت غبرګون یو پرېکنده او قدرتمند ځواب و؛ له همدې امله واشنګټن خپلو هدفونو ته په رسېدو کې پاتې راغلی.

د انصارالله د سیاسي دفتر غړي دغه پېښه د عاشورا له واقعې سره پرتله کړه او وې ویل: لکه څنګه چې امام حسین(ع) د خپل  شهادت په برکت  هغو بریاوو ته ورسېد چې د ژوند په دوران کې ئې ترلاسه کول ممکن نه وو، د اسلامی انقلاب د رهبر شهادت هم د مقاومت جبهه نوره پیاوړې کړه او د ایران د ملت یووالی ئې لا زیات ټینګ کړ.

البخیتي د خپلو خبرو په پاي کې د اسلامي تعلیماتو له مخې د ایران او یمن مقام ته په اشارې وویل: د قرآن کریم آیتونو او د رسول ا...(ص) احادیثو ته په مراجعه کولو سره څرګندیږي چې تل د ایران او یمن پر  چورلیزي رول ټینګار شوی دی. د «استخلاف» او «استبدال» اړوند آیتونه او همدارنګه د اسلام د ګران پیغمبر(ص) احادیث د اسلام د دین په ملاتړ کې د دغو دوو ملتونو ځانګړی مقام څرګندوي، او  اوس  دغه رول د سیمې په بدلونونو کې په څرګند ډول لیدل کېږي.