د ترکیې اوصهیونیسټي رژيم ترمینځ دخولې شخړه زیاته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141730-د_ترکیې_اوصهیونیسټي_رژيم_ترمینځ_دخولې_شخړه_زیاته_شوې
د ترکیې خارجه وزارت د رجب طیب اردوغان په ضد د نتنیاهو څرګندونې د وحشي صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر پر جنایتونو د سرپوښ د کیښودلو لپاره تورنول او یوه چټي هڅه وبلله .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 18, 2023 08:44 Asia/Kabul
  • د ترکیې اوصهیونیسټي رژيم ترمینځ دخولې شخړه زیاته شوې

د ترکیې خارجه وزارت د رجب طیب اردوغان په ضد د نتنیاهو څرګندونې د وحشي صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر پر جنایتونو د سرپوښ د کیښودلو لپاره تورنول او یوه چټي هڅه وبلله .

ترکیه هماغه شان پر صهیونیسټي رژيم ته د ګیسو ،تیلو او فولادو په څير سټراټژيک محصولات پلوري.د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له صهیونیسټي رژیم سره د تجارتي ملګرتیاؤ له دوام سره په یووخت،په غزې کې وحشي ډوله جنایتونه هم رټي.دا نیوکې د دواړو لوروترمینځ د خولې دشخړو سبب شوي دي.د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو څه موده مخکې په رجب طیب اردوغان باندې په نیوکو سره هغه دغزې له خلکو دملاتړ په دلیل له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن کړی دی.البته د ترکیې خارجه وزیارت هم د نتنیاهو دغه څرګندونې بې ځوابه پرې نه ښودلې.

تسنیم خبری آژانس راپورور کړ،  د ترکیې خارجه وزارت پرون دیوې اعلامیې  په خپرولو سره  ټینګار کړی دی ،د صهیونیسټي رژيم لومړی وزیر  نتنیاهو او خارجه وزیر الی کوهن ، دترکیې د ولسمشر په ضدپه اساسو تورونو په تورنولو سره  پر خپلو جنایتونو برغولی نشی کیښودلی.

په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،صهیونیسټي چارواکي  چې د فلسطین د مظلومو خلکو په عامو وژلو سره د تاریخ  یوې تورتمې پاڼې ته وارد شوی دی ، د قانون په باب د څه وئيلو حق نه لري اوزره یا په ځنډ سره به د بشریّت په ضد د  جنایت  عاملان محاکمه شي.