وحشی نیواکګرو صهیونیسټانو ته مو ډير زیات تاوانونه اړولي دي
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د پوځي څانګې عزالدین قسام کنډکونو ویندوي صهیونیسټي نیواکګرو ته د ډیرومرګ ژوبلو او درندو تاوانونو داړولو خبر ورکړ.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د عزالدین قسام کنډکونو ویندوي ابوعبیده په یولړ څرګندونو کې و،ئیل، دمقاومتي چورلیز مبارزان توانیدلي دي ،په تیرو څلورو ورځو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم دپوځ ۶۲ټانکونه او زغروال ګاډي تباه کړي.
ابوعبیده زیاته کړه، دمقاومتي چورلیز مبارزانو پرون هم په بیت حانون کې د وحشي صهیونیسټي تیریګر رژيم نهه پوځیان هلاک کړي او د هغوي دوه زرغوال ګاډی ئې تباه کړي دي .
د حماس دعزالدین قسام کنډکونو ویندوي ټينګار وکړ، ددغه کنډکونو مبارزانو ځانونه د اوږدمهاله دفاع لپاره تیار کړي دي او دغه وحشي او نیواکګر پوځيان به په آرامه پرې نږدي.
ابوعبیده ووئيل، دالشفاء روغتون ته د منحوسو صهیونیسټي پوځيانو واریدیدل د نړیوالې تولنې لپاره یوه بله رسوائي ده.دوي همدرااز د صهیونیسټي دښمن ښاریزو ته ووئيل، زره یا په څنډ سره به د مقاومتي چورلیز له خوا د هلاک شوو صهیونیسټي پوځیان و دقیقې شمیرنې ستاسو غوږونو ته ورسوي،د تاسو هلاکتونه د تاسو دتصوّر له حده ډير زیات دي.داپه داسې حال کې دي چې د صهیونیسټي رژيم ویندوي ډانئّیل هګاري هم وئیلي دي، دطوفان الاقصی نومې عملیاتو کې د اسرائيلي پوځيانو وژلې ۳۷۲ تنو ته رسیدلي دي .
وروستی راپورونه ښئ چې په غزې تړانګې د صهیونیسټي وحشی پوځ په بې آمانه بمبماریو او حملو کې تر وروستیو پورې د شهیدانو شمیر څه دپاسه دولس زره فلسطنیانو ته رسیدلی چې په هغو کې اویا فیصدي ماشومان او ښځې شاملې دي او دغه راز په دغو جنایتونو کې کابو نهه ویشت زره څلور سوه کسان ټپیان شوي هم دي .