اسرائیلو د فلسطین الشفا روغتون په پوځي کیمپ بدل کړ
فارس خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند په غزې تړانګه کښې د درملنې بد حالت ته په اشارې سره وویل صهیونیسټ رژیم د ډول ډول جنایتونو په ترسره کولو سره د خپل زوړ خوب یعني د غزې تړانګې د وسیدونکو په زوره د کوچولو د تحقق هڅه کوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند« اشرف القدره» پرون دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټ رژيم تر نهو ورځو پورې د غزې الشفا روغتون کلابند کړی و وویل اسرائیل د روغتون د فعالیتونو په بندولو سره د فلسطین د شهیدانو شمیر زیاتوي.
په غزې کښې د حماس د حکومت د اطلاعاتو دفتر وویل صهیونیسټ رژیم په دغو څلور څلویښتو ورځو کښې د غزې د وسیدونکو پرضد په زرګونو حملې کړي دي چې له کبله یې تراوسه دیارلس زره فلسطینیان شهیدان شوي او دیرش زره نور ژوبل شوي هم دي.
په شهید شویو فلسطینیانو کښې پینځه زره پینځه سوه ماشومان او درې زره پینځه سوه ښځې شاملې دي.
دغه راز ملګروملتونو وویل چې د غزې د جنګ له کبله د فلسطین اته لکه ښځې بې کوره شوي دي.
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په غزې تړانګې کښې په څلرویشتو ساعتونو کښې د ملګروملتونو په ښوونځیو باندې د اسرائیلو حملو ډیر خپه شوی چې له کبله یې په لسګونو کسان چې اکثره پکښې ښځې او ماشومان وو شهیدان شوي کومو چې د ملګروملتونو په ښوونځیو کښې پناه اخیستي وه.