د صهیونیسټانو نه جبرانیدونکِی ناکامي او د جنایتونو زیاتیدا
وحشي صهیونیسټي رژیم له خپلو ټولو جنایتونو سره سره نه دی توانیدلی دغه درنده ماته جبران کړي او په راتلونکي کې به ئې هم جبران نه کړي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون د هانګژو د آسیائي او پاراآسیائي لوبو او د نورو سپورټي ډګرونو د میډال ګټونکو ایرانیو اتلانو په ټول کې په سپورټي میدانونو کې د ددوي احترام وړ چلندونه د ایران د ملت د غوره څيرې ځلا وبلله او دغزې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره ئې ووئيل،وحشي صهیونیسټي رژیم له خپلو ټولو جنایتونو سره سره نه دی توانیدلی دغه درنده ماته جبران کړي او په راتلونکي کې به ئې هم جبران نه کړي.
حضرت آیت ا... ا لعظمی سید علی خامنه اي د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې د یوه سپورټي بدلون په چوکاټ کې د غزې له وروستیو پیښو د یوډول جمع بندۍ په بیانولو سره ووئيل،صهیونیسټي رژیم دطوفان الاقصی په پیښې کې ناک آؤټ شو او فني ګوزار ئې وخوړۀ او حماس غورځنګ په ډیرو امکاناتو سره د یوه هیواد او حکومت په توګه نه ،بلکې د یوې مبارزې ډلې په توګه وتوانید،غاصب او وحشي صهیونیسټي رژيم په هغو ټولو بشپړ امکاناتو درلودلو سره سره ناک آوټ کړي او دروند فني ګوزار ورکړي.. دوي په دې خبرې په ټينګار سره چې د صهیونیسټي رژيم درنده ماته به له د غو جنایتونو سره جبران نشي ،ووئيل، پوهه شئ چې دغه ظلم او بې رحمۍ به بې ځوابه پاتې نشي او بمبارئ او جنایتونه به ددغه غاصب او جنایتکار رژیم عمر نوره هم لنډ کړي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود له دې مخکې هم په غزې کې د صهیونیستي رژیم ناکامي یو واقعیّت بللی او ټینګار ئې کړی ؤ چې وحشي صهیونیسټي رژیم تر دې دمه نه دی توانیدلی دغزې په جنګ کې بریالی شي، او په راتلونکي کې به هم بریالی نشی . اوس هم مشخصه شوې ده چې د فلسطین د ولس مقاومت له ۴۸ ورځو وروسته هم نتیجه ورکړه او وحشي صهیونیسټي رژيم له ډیرو جنایتونو وروسته اوس په غزې تړانګې کې له اوربند ټينیګدا او دحماس له شرطونو سره موافقه وکړه.دغه موقته اور بند په داسې حال کې دی چې د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بینیامین نتناهو له دې مخکې د هرډول موافقې له منلو ډډه کوله او وحشي صهیونیسټي رژيم مدعي ؤ چې په یوه لنډ وخت کې د غزې تړانګې د نیولو وس لري ،د قدس نیواکګرانو همنداراز ادعا کوله په یوه لس ورځني وخت کې به حماس او اسلامی جهاد غورځنګونه نابود کړي. د اوربند د موافقې په اساس ددواړو لورو له خوا نښتې د غزې په ټولو سیمو کې دصهیونیسټي رژيم پوځي فعالیتونه او هم په سیمې کې ددغه رژيم دزغروالو ګاډو ځاي په ځاي کول به په ټپه دریږي. همداراز د یوسل پنځوسو صهیونیسټي بندیانو په بدل کې به د فلسطین د اسیرۍ د مخینې په اساس له نولس کلونو لاندې ماشومان او زلمیانو او ښځو پشمول ۱۵۰ فلسطینیان خوشی شي.
ددغې موافقې ما دووښودله چې صهیونیسټي رژيم په دغه اور بند کې هیڅ بریا نه ده درلودلې، ځکه چې له ټولو صهیونیسټي بندیانو خوشی کیدا پرته د مقاومت شرطونو منلو او همداراز د پوځي حملو ددرولو ته مجبوره شوی دی. داپه داسې حال کې دي چې وحشي صهیونیسټي رژيم دجنګ تر همدغې مرحلې پورې ډير زیات پوځي ،سیاسی او اقتصادي تاوانونه زغملی دي . نتنیاهو په داخلی جبهې کې هم د طوفانو الاقصی دعملیاتو په مقابل کې له مخکې په ماتې تورن دی او هم د غزې په نیولو او د حماس او اسلامی جهاد په نابودولو کې بې وسه دی ، د صهیونیسټانو دمرګ ژوبلو زیاتیدا هم په غزې کې د دوي د جنګ ددوام لپاهر شرائط سخت کړي دي. د مثال په توګه یوازې په وروستیو ۴۸ساعتي نښتو کې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د ۲۹۸ فرقې دقوماندان تامیریدایی پشمول د صهیونیسټانو ۳۰پوځي افسران او قوماندان هلاک شوي دي .
پر دې سربیره ، دفلسطنیانو ملاتړونه او همداراز د صهونیسټانو د جنایتونو د دریدا لپاره دنړۍ دعمومی افکارو دباؤنه هم دزیاتیدا په حال کې دي ،داسې چې حتی د امریکا او انګلستان پشمول ددغه سپیر رژيم په متحدو هیوادونو کې هم د فلسطین له مقاومته ولسی ملاتړونه هره ورځ په زیاتیدا دي . له بل پلوه د صهیونیستي رژیم اقتصادي وضعیّت هم د خپل تاریخ په ترټولو بدو شرائطو کې دی . ددغه رژيم د ټوریزم صنعت په کلي توګه نابود شوی دی او د صهیونیسټانو اپوټه مهاجرت هم ډير کارکسبونه چټي کړي دي .
پر دې اساس، صهیونیسټي رژیم نه یوازې دغزې په جنګ کې خپلو موخو ته نه دی رسیدلی ،بلکې اوس ئې د فلسطین دمقاومتي چورلیز دمبارزانو دشرطونو په منلو سره په دغه جنګ کې په یوې بلې ماتې هم اعتارف کړی دی د اسلامی انقلاب ستر لارښود هم له ورزشکارانو سره په دغه پرونۍ کتنې کې ددغې بې شرمه ناکامۍ د بې ننګۍ او دباؤ له بيټي د تښتې لپاهر د صهیونیسټانو بې وسۍ ته په اشارې سره وئیلی دي ،دوي د جبرانولو لپاره په روغتونونو ، او ښونځيو او عبادت ځایونو باندې په بمباریو کې خپل قدرت ښئ ،خو دغه کار د هغو ورزشکارو په څیر دی چې په میدان کې ماته وخوري ،خو د غچ اخستو لپاره دمقابل ټیم په پلویانو باندې په حملې سره دوي ته بدر رد وائي او وهي ئې .