نن د حماس او اسرائیلي رژیم ترمنځ اوربند پیلېږي
Nov 24, 2023 08:28 Asia/Kabul
ټاکل شوې چې نن په ځايي وخت اوه بجې د حماس او اسرائیلي رژیم ترمنځ څلور ورځنی اوربند پیل شي.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، که څه هم ویل کېدل چې دا اوربند به د پنج شنبې په ورځ پیل شي، خو تېره ورځ د نامالومو د لایلو له کبله ځنډېدلی وو.
د حماس ډلې له لوري هم تائید شوې چې اوربند به نن پیل او په دې موده کې به د تیلو څلور او مرستندویه دوه سوه لاریو ته اجازه ورکړل شي، چې غزې ته ننوځي.
په همدې حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي چې نن به د دواړو لورو یو شمېر یرغمل شوي کسان، چې ښځې او ماشومان دي، هم خوشې شي.
د یادونې ده چې د سرپرست حکومت په ګډون، یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو د یاد اوربند هرکلی کړی، خو د غځېدو هیله یې څرګنده کړې.
ټیګونه