د اسرائیلو رژیم د حزب الله له برکان توغندیو ویریږي
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم رسنیو د لبنان د حزب الله غورځنګ په توغندوي قدرت او په تیره بیا له برکان توغندیو څخه د استفادې په هکله اندیښنه څرګنده کړه.
د عبري ژبې رسنیو په خپلو راپورونو کښې ادعا وکړه چې صهیونیسټ رژيم په شمالي سرحدونو کښې له برکان توغندي څخه د لبنان د حزب الله غورځنګ د استفادې په هکله اندیښمن دی.
د دغه راپور په دوام کښې ویل شوي دي د لبنان حزب الله غورځنګ همدا اوس په شمالي سیمو باندې د حملو لپاره په درنو جنګي خولیو سره له برکان توغندیو استفاده کوي او دا په وسلو کښې یو مهم پرمختګ ګڼل کیږي چې دغه ځواکونه یې کاروي.
صهیونیسټي رسنیو وویل برکان توغندي په اسرائیلو کښې د موجودو هدفونو په ګواښلو کښې د حزب الله د قدرت یادونه کوي.
تر هغه وخته چې حزب الله وکولای شي د اسرائیلو په شمالي سیمو باندې حملې وکړي او دغو سیمو ته په دغو وسلو سره ګواښ وکړي لیرې ښکاري چې په شمالي سیمو کښې ښارګي میشته صهیونیسټان خپلو کورونو ته بیرته ورستانه شي.
د صهیونیسټ رژیم سرچینو وویل تر هغه وخته چې د لبنان د حزب الله د «رضوان» یونټ ځانګړي ځواکونه شمالي سرحدونو ته نږدې دیره وي ښارګي میشته صهیونیسټان خپلو کورونو ته نه ورستنیږي.
د لبنان حزب الله غورځنګ په تیرو څو ورځو کښې د فلسطین د بې ګناه خلکو د ملاتړ په هدف سره څو ځله په برکان توغندیو سره د صهیونیسټ رژیم په پوځي مرکزونو باندې حملې کړي دي.