عربستان په یمن کښې پینځه کسان مړه او ژوبل کړل
(last modified Mon, 27 Nov 2023 00:31:55 GMT )
Nov 27, 2023 05:01 Asia/Kabul
  • عربستان په یمن کښې پینځه کسان مړه او ژوبل کړل

المسیره ټیلي ويژن راپور راکړی رسنیو د یمن په صعده ولایت باندې د سعودي عربستان د پوځ په برید کښې د پینځو کسانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا خبر ورکړ.

د یمن په شمال کښې د صعده ولایت په منبه سرحدي سیمې کښې په الرقو باندې د سعودي عربستان د پوځ د توپونو په بریدونو کښې د افریقا یو مهاجر ووژل شو او څلور نور ژوبل هم شول.

ویل کیږي چې د سعودي عربستان ځواکونو د یمن په« قطابر» سیمه کښې په «ال ثابت» سیمې د توپونو ډزې وکړې چې له کبله یې د یمن یو ښاریز ووژل شو او عربستان دغه راز په منبه  سیمه کښې په ال الشیخ سیمې هم د درنو وسلو ډزې وکړې چې د څلورو کسانو د ژوبلیدا سبب شوې.

په تیرې پنجشنبې ورځ هم د یمن د صعده ولایت په قطابر ، شدا او منبه سیمو باندې د سعودي عربستان د پوځیانو په حملو کښې د یمن یو ښاریز وژل شوی او اوه نور ژوبل شوي وو.

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو په جنګونو کښې څه د پاسه شپاړس زره بې ګناه خلک وژل شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي.