له صهیونیستي بنده  نور دیرش فلسطنیان آزاد شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142308-له_صهیونیستي_بنده_نور_دیرش_فلسطنیان_آزاد_شول
وروستي راپورونه ښئې چې په زیات احتمال سره به دوهم ځل تمدید شوی  اوربند بیا له دو تر  نهو ورځو پورې تمدید شی.
(last modified 2023-11-28T22:33:25+00:00 )
Nov 29, 2023 02:53 Asia/Kabul
  •  له صهیونیستي بنده  نور دیرش فلسطنیان آزاد شول

وروستي راپورونه ښئې چې په زیات احتمال سره به دوهم ځل تمدید شوی  اوربند بیا له دو تر  نهو ورځو پورې تمدید شی.

 

له و حشي صهیونیسټي رژیم سره د فلسطینیو بندیانو دمبادلې دعملیاتو په چوکاټ کې ددغه رزژيم له عوفر زندانه بیګا ۳۰نوره فلسطینیان هم خوشی او خپلو کورنیو په لور روان شول 

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د صهونیسټي رژيم  دبندونو ادارې هم  ددغو دیرشو کسانو خوشی کیدا چې په هغو کې پنځلس ماشومان او پنځلس هم میرمنې دي،تائید کړي دي .

وئيل کیږي،ددغو فلسطینیو بندیانو وړونکی بس بیا د عوفر زندانه روان شوی او په لویدیځي غاړې کې  بیتونیا ښارګي ته واردشوی او بندیان به هم ډير زر د خپلو کورنیو غیږو ته ورسیږي. دغه کسان  په غزې کې د اسرائیلی بندیانو د خوشی کیدا په مقابل کې د فلسطینیو بندیانو د پنځمې ډلې په چوکاټ کې خوشي کیږي.

وروستي راپورونه ښئې چې په زیات احتمال سره به دوهم ځل تمدید شوی  اوربند بیا له دو تر  نهو ورځو پورې تمدید شی.