د اسرائيلي کشتۍ برخلیک د فلسطیني مقاومت په لاس کې دی
(last modified Thu, 30 Nov 2023 00:52:14 GMT )
Nov 30, 2023 05:22 Asia/Kabul
  • د اسرائيلي کشتۍ برخلیک د فلسطیني مقاومت په لاس کې دی

د یمن د انصارالله غورځنګ ویاند پرون په یوه وینا کې وویل چې د دوی له خوا د صهیونیسټي رژیم د نیول شوې کشتۍ برخلیک د فلسطین د مقاومت په انتخابونو پورې اړه لري.

د ایرنا د خبر له مخې، د انصارالله ویاند «محمد عبدالسلام» په یوه وینا کې وویل: یمن د سمندري لارو د امنیت پر تامینېدو ټینګار لري.

هغه زیاته کړه: کوم سمندري عملیات چې په دې وروستیو کې د یمن د وسله والو ځواکونو له خوا ترسره شول، تر اسرائیلي کشتیو محدود دي.

عبدالسلام وویل: د کشتۍ او د هغې د خدمې او سټاف نیول د فلسطین له خلکو او مقاومت سره په پیوستون کې او په غزه کې د هغوی له میړني مقاومته په ملاتړ کې ترسره شوي دي.

د ویلو ده چې د یمن وسله والو ځواکونو تېره اونۍ د سرې بحیرې په سویل کې د صهیونیسټي رژیم یوه کشتۍ نیولې ده.