اسرائیلو څلرویشتو ساعتونو کښې ۷۰۰ فلسطینیان شهیدان کړل
فارس خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د اطلاعاتو د دفتر مشر «سلامه معروف» په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د څه د پاسه اوه سوه(۷۰۰) فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.
هغه وویل په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په سختو هوايي بمباریو او د توپونو په ډزو کښې څه د پاسه اوه سوه کسان شهیدان شوي دي.
سلامه معروف وویل په غزې تړانګې کښې تراوسه څه د پاسه یو میلیون او پینځه لکه کسان کډوال شوي دي او د صهیونیسټ رژيم د ادعا په اپوټه په غزې کښې هیڅ امن ځای نشته.
د حماس غورځنګ د اطلاعاتو د دفتر مشر «سلامه معروف» وویل صهیونیسټ رژیم د غزې په هر ځاې کښې جنایت ترسره کوي او هیڅ سیمه د نیواکګرانو له حملو بچ نه ده.
تر تیرې جمعې ورځې پورې اته ورځې موقته اوربند ټینګ شوی و او صهیونیسټ رژيم د تیرې جمعې له سهار څخه بیا د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې بمبارې له سره پیل کړې او تراوسه یې په سلګونو فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړي دي.