په سمندر کې پوځي عملیات یوازې د اسرائيلي کشتیو پرضد دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142734-په_سمندر_کې_پوځي_عملیات_یوازې_د_اسرائيلي_کشتیو_پرضد_دي
له دې مخکې د یمن د سواحلو د دفاع قوماندان محمد علي القادري ويلي وو، ترهغه مهاله چې په غزې تړانګې کې زموږ مقاومت کوونکو وروڼو پر ضد د اسرائیلو تیري ونه درېږي، موږ به د اسرائيلو کشتیو ته ته په مکران او سره سمندر کې د تلو راتلو اجازت ورنه کړو او زموږ د ټاټوبي سمندري حدود به صهیونیسټي دښمن د کشتیو په ګورستان بدل کړو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 06, 2023 09:57 Asia/Kabul
  • په  سمندر کې پوځي عملیات یوازې د اسرائيلي کشتیو پرضد دي

له دې مخکې د یمن د سواحلو د دفاع قوماندان محمد علي القادري ويلي وو، ترهغه مهاله چې په غزې تړانګې کې زموږ مقاومت کوونکو وروڼو پر ضد د اسرائیلو تیري ونه درېږي، موږ به د اسرائيلو کشتیو ته ته په مکران او سره سمندر کې د تلو راتلو اجازت ورنه کړو او زموږ د ټاټوبي سمندري حدود به صهیونیسټي دښمن د کشتیو په ګورستان بدل کړو.

د یمن د انصار ا...ولسي غورځنګ د سیاسی دفتر یو مسئول مقام ټينګار وکړ، په سره سمندر او مکران سمندر کې د یمني ځواکونو پوځي عملیات یوازې د اسرائیلی کشتیو پر ضد دی.

المیادین خبري چینل راپور ورکړ، د یمن د انصار ا... ولسي غورځنګ د سیاسي دفتر یو مسئول محمد البخیتي وويل، په سره سمندر او مکران سمندر کې د یمن د ځواک پوځي عملیات انساني او اخلاقي اهداف لري.

البخیتي زیاته کړې ده، په سره سمندر او مکران سمندر کې زموږ پوځي عملیات یوازې د اسرائيلو کشتۍ په شیشت کې راولي.

البخیتي د دې خبرې په کولو سره چې  د نیواکګر او وحشي رژيم پرضد زموږ پوځي عملیات د فلسطینیانو پر ضد د دغه وحشي رژیم د جنایتونو تردرېدا پورې دوام ولري او پراختیا به ولري، روښانه کړه؛ که هېوادونه په غزې کې د نسل وژنې د جنایت درولو لپاره د خپلو انساني دندو په ترسره کولو کې لټي کړې ده، دوی ته سپارښتنه کوو، چې د دغو جنایتونو د عاملانو ملاتړ نه کوي.

له دې مخکې د یمن د سواحلو د دفاع قوماندان محمد علي القادري ويلي وو، ترهغه مهاله چې په غزې تړانګې کې زموږ مقاومت کوونکو وروڼو پر ضد د اسرائیلو تیري ونه درېږي، موږ به د اسرائيلو کشتیو ته په مکران او سره سمندر کې د تلو راتلو  اجازت ورنه کړو او زموږ د ټاټوبي سمندري حدود به  صهیونیسټي دښمن د کشتیو په ګورستان بدل کړو.