د جنایتکار صهیونیسټي رژيم لپاره راتلونکي ورځې وحشتناکې دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د قطر دبهرنیو چارو له وزیر سره په ټلفوني تماس کې وويل، اسلامي مقاومت تر اوسه پورې په قدرت سره د وحشي صهیونیسټي رژیم تیریو ته ځواب ورکړی او په دغه بهیر سره به د دغه تیریګر او جنایتکار رژیم لپاره راتلونکي شپې ورځې ډېرې وحشتناکې وي.
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني بیګا په ټلفوني خبرو کې د غزې تړانګې او د اردن سیند لوېدیځي غاړې سره اړونده ترټولو وروستیو حالاتو او د فلسطین پر ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم پر جنایتونو بحث او غور ورکړ.
د ایران او قطر خارجه وزیرانو په غزې او د اردن سیند په لوېدیځي غاړې کې د ماشومانو او مېرمنو په ضد د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په محکومولو سره د نړیوالې ټولنې د اقدام له لارې د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله د نړیوالو قوانینو د ښکاره خلاف ورزۍ، نسل وژنې او جنګي جنایتونو د فوري درېدا پر ضرورت ټينګار وکړ.
امیر عبداللهیان او محمد بن عبدالحمن آل ثاني همداراز د غزې او د لوېدیځي غاړې د بدلونونو په باب د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وړاندیزي پریکړه لیک پر سیاسي حل لارې د نړیوالې ټولنې د تمرکز په توګه ټینګار وکړ.
دواړو لورو د فلسطین ملت ته د انسان دوستۍ، د مرستو پر لېږد ټينګار او د غزې پر ضد د اسرائيلي وحشي رژيم د حملو د درېدا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوترش د هڅو ملاتړ وکړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش بیګا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د غزې د وروستیو حالاتو په باب سخت خبرداری ورکړ او لیکلي یې دي چې، په غزې کې شرایط په چټکۍ سره د یوې غمیزې په لور ځي او نړیواله ټولنه باید د غزې د بحران د ختمولو لپاره له خپل نفوذه استفاده وکړي. هغه همداراز په غزې کې د اوربند پر ضرورت په ټينګار سره د امنیت شورا له غړو وغوښتل څو د دباو په اعمالولو سره دې د انساني ناورین د رامنځته کیدا مخنیوي وکړي.