د امریکا لخوا د تاوتریخوالي رامینځته کیدل جنګونه زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142832-د_امریکا_لخوا_د_تاوتریخوالي_رامینځته_کیدل_جنګونه_زیاتوي
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي د صهیونیسټ رژيم د کشتیو پرضد د خپل هیواد(یمن) د پوځيانو عملیاتو ته په اشارې سره وویل د امریکا لخوا د تاوتریخوالي د رامینځته کیدا په بڼه کښې جګړې زیاتیږي.
(last modified 2023-12-08T06:55:03+00:00 )
Dec 08, 2023 11:20 Asia/Kabul
  • د امریکا لخوا د تاوتریخوالي رامینځته کیدل جنګونه زیاتوي

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي د صهیونیسټ رژيم د کشتیو پرضد د خپل هیواد(یمن) د پوځيانو عملیاتو ته په اشارې سره وویل د امریکا لخوا د تاوتریخوالي د رامینځته کیدا په بڼه کښې جګړې زیاتیږي.

البخیتي وویل په تر ټولو ممکن ګړندي وخت کښې د مقاومت د چورلیز اتحاد ضروري دی.

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي وویل مونږ د مقاومت د چورلیز د هیوادونو په توګه باید د غزې په جنګ کښې د وخت عامل درک کړو.

هغه ډاګینه کړه: مونږ له دې مخکې په سره سمندر او مکران سمندر کښې پوځي عملیات ترسره کړي وو او امریکا پوهیږي چې  د واشنګټن ګواښونه بې ارزښته دي او که چیرې امریکا د تاوتریخوالي د رامینځته کولو اقدام وکړي نو د جنګونو لمن پراخیږي.

د یمن د انصار الله غورځنګ دغه غړي وویل د مقاومت چورلیز کولای شي امریکا او اسرائیل له دوو لارو سره مخ کړي یا د تیریو بندول یا د جنګ پراخول.

د یمن سمندري ځواک مخکې خبرداری ورکړی د اسرائیلي دښمن د ګټو او د کشتیو پرضد به  پوځي عملیات تر هغه وخت چې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم تیري او د فلسطین د ملت پرضد جنایتونه نه وي بند شوي دوام ولري.