د صهیونیسټ دښمن سمندري کلابندۍ دوام لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د چارو د پرمخ وړونکي حکومت لومړي وزیر «عبدالعزیز بن حبتور» وویل: د صهیونیسټ دښمن پرضد سمندري کلابندۍ داسې فیصله ده چې په کامل ډول د یمن له ارادې یې سرچینه اخیستي ده او د غزې د کلابندۍ تر ختمیدا پورې به دوام ولري.
هغه ټینګار وکړ: د هغو کشتیو پرضد چې د نیواکي فلسطین په لور حرکت کوي د یمن د سمندري ځواک لخوا اعمال شوي سمندري کلابندۍ د فلسطین له مقاومت څخه په ملاتړ کښې مهم اقدام او د غزې تړانګې پرضد د تپل شوي کلابندۍ ماتول دي.
د یمن لومړي وزیر عبدالعزیز بن حبتور زیاته کړه د یمن سیاسي خپلواکۍ د هیواد سمندري ډګر د کمزورتیا له ټکي څخه د قوت په ټکي بدل کړ کوم د اسرائیلو له نیواکګر رژیم سره د یمن د خلکو له مبارزې او له فلسطین څخه ملاتړ کوي.
هغه وویل یمن به د فلسطین د خلکو د کړاو په وړاندې غلی کې نني او په ټولو امکاناتو سره به د فلسطین د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
وړمه ورځ د یمن وسله والو ځواکونو وویل که چیرې غزې تړانګې ته خوراکي مواد او درمل ونه رسیږي د نیواکي ټاټوبو په لور د نړۍ د ټولو کشتیو د ورتلو مخه به ونیسي.