د اسرائیلو د مړو او ژوبلو عسکرو شمیر زیات دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «هاارتص» صهیونیسټي ورځپاڼې په غزې تړانګې کښې د جنګ له پیلیدا راهسې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د مرګ ژوبلې په هکله د پوځ لخوا خپاره شوي اطلاعات چې پرون خپاره شول له دروغو ډک وبلل او د اسرائیلو د عسکرو د مرګ ژوبلې شمیر یې د حکومتي چارواکو د راپورونو او د رسمي شمیرنو درې برابره وباله.
«هاارتص» ورځپاڼې زیاته کړه د غزې د خلکو پرضد د جنګ له پیل راهسې د یوزر او پینځه سوه درې نوي پوځيانو د ژوبلیدا په هکله د اسرائیلو رژيم د پوځ اعلان تر زیاته حده د هغو ژوبلو کسانو له شمیر سره چې دغه ورځپاڼې یې شمیرنې له روغتونونو څخه ترلاسه کړي دي تناقض لري.
دغه ورځپاڼې وویل د اسرائیلو د ژوبلو پوځیانو حقیقي شمیر د روغتونونو د اعلان پراساس څلور زره او پینځه سوه یوي نوي تنو ته ورزیات شوی دی کوم چې په نهو روغتونونو کښې تر درملنې لاندي دي.
هاارتص ورځپاڼې زیاته کړه د غزې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګ له لومړیو څخه تراوسه لس زره او پینځه سوه څلور اتیا اسرائیلیان ژوبل شوي دي چې یوسل یودیرش یې د درملنې په وخت مړه شوي او څلور سوه یواویا نور هم مرګي حاله دي.