پوما له صهیونیسټي رژیم سره خپله همکاري ختمه کړه
د پوما شرکت د صهیونیسټي رژیم د فوټبال له فدراسیون سره خپله همکاري پایته ورسوله.
زموږ د خبریال د راپور له مخې، پوما شرکت اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم د فوټبال له فدراسیون سره یې همکاري بنده کړې او نور به د دغه ټیم یونیفورم تولید نه کړي.
په همدې لړ کې، د پوما د شرکت ویاند اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم د فوټبال له ټیم سره د دغه شرکت تړون په ۲۰۲۴ کال کې پایته رسېږی او دغه قرارداد به نوی نه شي.
له صهیونیسټي رژیم سره د پوما شرکت د ملګرتیا پرې کېدل په داسې حال کې دي، چې پر غزې له جنګ وروسته، د صهیونیسټي رژیم د فوټبال له ټیم سره د پوما د مالي ملاتړ له امله، پر پوما شرکت د بندیز غوښتنه شوې وه .
د غزې د روغتیا وزارت پر تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم د تیریو په ۶۷مه ورځ اعلان وکړ، چې د تیرې (اکتوبر ۷) له پیله تراوسه د شهیدانو شمېر ۱۸ زره او ۴۱۲ تنو ته رسېدلی او همدارنګه د ټپیانو شمېر هم له ۵۰ زرو څخه اوښتی دی.