جهاد اسلامي: دښمن اوربند منولو ته مجبور شو
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د عمومی منشی مرستیال په دې خبرې سره چې د هرې ورځې په تیریدو سره د اسرائیلو وخت په ختمیدو دی، وویل: دښمن دې ته اړ شوی چې اوربند ومنی.
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د عمومی منشی مرستیال په دې خبرې سره چې د هرې ورځې په تیریدو سره د اسرائیلو وخت په ختمیدو دی، وویل: دښمن دې ته اړ شوی چې اوربند ومنی.
د ایرنا د خبر له مخې «محمد الهندي» تیره شپه له «فلسطین الیوم» چینل سره په مرکه کې زیاته کړه: د میدان مدیریت د مقاومت په لاس کې دی او دښمن یې حیران کړی دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې د غزې او فلسطین راتلونکی او برخلیک په میدان کښې د ماتې خوړلی دښمن له خوا نه ټاکل کیږی زیاته کړه: مقاومت به له دغه جنګ څخه روغ رمټ ووځي او د نیواکګرو لپاره به یوه بله ماتې هم ثبت کړی.
الحندي څرګنده کړه: په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم دپوځ پاتې کیدل یوه ګرانه چاره ده چې درانه لګښتونه پرې راځي او اسرائیل هڅه کوي په لویدیځه غاړه کښې په اقداماتو او جنایتونو سره په غزې کښې خپل له لاسه وتلی عزت او شهرت بیرته ترلاسه کړي .