د فلسطین ملت چا ته نه تسلیمیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نائب رئیس « خلیل الحیه»بیګا په یوې وینا کښې په دې خبرې سره چې طوفان الاقصی عملیات د فلسطین د ملت بې احترامۍ ته یو ځواب و ټینګار وکړ د فلسطین ملت چا ته نه تسلیمیږي.
خلیل الحیه په دې خبرې سره چې د فلسطین مقاومت پایداره دی او د دې جوګه دی چې دښمن ته سخت ګوزارونه ورکړي وویل جنګ او جنایتونه باید بند شي او بیا به د بندیانو د تبادلې او د غزې له خلکو سره د مرستو په هکله خبرې وشي.
هغه دې ته په اشارې سره چې دښمن به په غزې تړانګې، خان یونس ، شمال او بل هرې سیمې کښې هیڅ ډول ارامښت ونه وینی وویل مقاومت ډلې له داسې امکاناتو او وسونو څخه برخورې دي چې تر ورځو ، تر اونیو او تر میاشتو میاشتو پورې مقاومت او پایداري کولای شي.
د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نائب رئیس خلیل الحیه په دوام کښې په دې خبرې سره چې زمونږ اساسي هدف د جنګ بندول او له غزې تړانګې سره د مرستو څرنګوالی دی وویل د غزې تړانګې له خلکو سره د مرستې لپاره دغه سیمې ته هره ورځ د سلو ټرکونو ورتل کافي نه دي.
هغه دغه راز په سره سمندر کښې د یمن د عسکرو عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل د یمن ځواکونو معادله بدله کړه او مونږ د یمن د پوځ مننه کوو.
خلیل الحیه په دوام کښې د فلسطین د مقاومت ډلو په ملاتړ کښې په عراق کښې د مقاومت ډلو د دریځو مننه وکړه او د لبنان د حزب الله غورځنګ چې په شمالي جبهې کښې له دښمن سره د جنګ په حال کښې دی هم قدرونه وکړه.