د فلسطین ملت چا ته نه تسلیمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143332-د_فلسطین_ملت_چا_ته_نه_تسلیمیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نائب رئیس « خلیل الحیه»بیګا په یوې وینا کښې په دې خبرې سره چې طوفان الاقصی عملیات د فلسطین د ملت بې احترامۍ ته یو ځواب و ټینګار وکړ د فلسطین ملت چا ته نه تسلیمیږي.
(last modified 2023-12-17T21:58:01+00:00 )
Dec 18, 2023 02:22 Asia/Kabul
  • د فلسطین ملت چا ته نه تسلیمیږي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نائب رئیس « خلیل الحیه»بیګا په یوې وینا کښې په دې خبرې سره چې طوفان الاقصی عملیات د فلسطین د ملت بې احترامۍ ته یو ځواب و ټینګار وکړ د فلسطین ملت چا ته نه تسلیمیږي.

خلیل الحیه په دې خبرې سره چې د فلسطین مقاومت پایداره دی او د دې جوګه دی چې دښمن ته سخت ګوزارونه ورکړي وویل جنګ او جنایتونه باید بند شي او بیا به د بندیانو د تبادلې او د غزې له خلکو سره د مرستو په هکله خبرې وشي.

هغه دې ته په اشارې سره چې دښمن به په غزې تړانګې، خان یونس ، شمال او بل هرې سیمې کښې هیڅ ډول ارامښت ونه وینی وویل مقاومت ډلې له داسې  امکاناتو او وسونو څخه برخورې دي چې تر ورځو ، تر اونیو او تر میاشتو میاشتو پورې مقاومت او پایداري کولای شي.

د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر نائب رئیس خلیل الحیه په دوام کښې په دې خبرې سره چې زمونږ اساسي هدف د جنګ بندول او له غزې تړانګې سره د مرستو څرنګوالی دی وویل د غزې تړانګې له خلکو سره د مرستې لپاره دغه سیمې ته هره ورځ د سلو ټرکونو ورتل کافي نه دي.

هغه دغه راز په سره سمندر کښې د یمن د عسکرو عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل د یمن ځواکونو معادله بدله کړه او مونږ د یمن د پوځ مننه کوو.

خلیل الحیه په دوام کښې د فلسطین د مقاومت ډلو په ملاتړ کښې په عراق کښې د مقاومت ډلو د دریځو مننه وکړه او د لبنان د حزب الله غورځنګ چې په شمالي جبهې کښې له دښمن سره د جنګ په حال کښې دی هم قدرونه وکړه.