دغزې د شهیدانو شمیر۱۹زره ۶۶۷ تنو ته ورسید
صهیونیسټي پوځیان د طبی مرستو د واریدیدا لارې په کنټرول کې لري او له مرستو څخه د وسلو په توګه استفاده کوي څو دغزې شمالی سیمو ټپیانو ته ونه رسیږي او خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د فلسطین سما خبری اژانس راپو رورکړ، د فلسطین د روغتیا وزارت پرون د اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي، د طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو پسې تر اوسه پورې د په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژیم د ۷۳ ورځو جنایتونو او و حشیتوب په نتیجې کې دشهیدانو شمیر نولس زره شپږ سوه اوه شپیته کسانو ته رسیدلی دی.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، چې په دغو جنایتونو کې د ټپیانو شمیر هم له دوه پنځوس زره پنځه سوه کسانو اوښتی دی.
د فلسطین دروغتیائی چارو د وزارت ویندوی د صهیونیسټانو د جنایتونو د شهیدانو د وروستیو احصایو په وړاندې کولو سره ټينګار کړی چې وحشي صهیونیسټي رژيم له طبی مرستو څخه د وسلې په توګه استفاده کوي او تر دې دمه په مختلفو ځایونو کې کډه په سر شوي یو میلیون اته لکه کډه په سر شوي کسان دیره کړئ شوي دي چې دقخطۍ او ناروغیو له جدی خطرو سره لاس او ګریوان دي.
هغه دغه راز ټینګار کړی ، صهیونیسټي پوځیان د طبی مرستو د واریدیدا لارې په کنټرول کې لري او له مرستو څخه د وسلو په توګه استفاده کوي څو دغزې شمالی سیمو ټپیانو ته ونه رسیږي او خپل ژوند له لاسه ورکړي.
له بل پلوه ر اپورونه ښئ چې د وحشي او تیریګرو صهیونیسټي پوځيانو مرګ ژوبلې هم په زیاتیدا دي د صهیونیسټ رژيم پوځي سرچینو دودشنبې په ورځې ادعا کړېوه چې د اکتوبر له اومې راهسې ئې کابو ۴۵۷پوځيان هلاک شوي دي ، ددغې اعلامیې په اساس په غزې کې له مځکنیو عملیاتو يپل راهسې د وژل شوو صهیونیسټي پوځیانو شمیر ۱۲۵ ته رسیدلی او کابو اوه نیم سوه نور ټپیان شوي چې په هغو کې کابو یو سل شپیته مرګي حاله دي.خو د اسرائيلي هاآرتص ورځپاڼې میداني څيړنې ښئ چې د اسرائیلي پوځیانو مرګ ژوبلې له رسمي احصایو څخه څو چنده زیاتې دي او په روغتونونو کې د ټپیانو شمیر ښئ چې ټپیان ئې زرګونو کسانو ته رسیدلی او دغه راز دغه بهیر هماغه راز په زیاتیدا دی .