د یمن پوځ د امریکا له لیونتوب سره مقابله کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143514-د_یمن_پوځ_د_امریکا_له_لیونتوب_سره_مقابله_کوي
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حرام محمد الاسد» وویل که چیرې امریکا وغواړي کوم نوی لیونتوب وکړي نو د یمن پوځ به له هغه سره مقابلې کولو ته چمتو وي او مونږ د امریکا د اقدام لپاره حیرانونکي انتخابونه او لارې لرو.
(last modified 2023-12-21T08:54:59+00:00 )
Dec 21, 2023 13:20 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ د امریکا له لیونتوب سره مقابله کوي

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حرام محمد الاسد» وویل که چیرې امریکا وغواړي کوم نوی لیونتوب وکړي نو د یمن پوځ به له هغه سره مقابلې کولو ته چمتو وي او مونږ د امریکا د اقدام لپاره حیرانونکي انتخابونه او لارې لرو.

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي حزام محمد الاسد» له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل مونږ د امریکا په وروستي دریځ او د اسرائیلو رژیم د کشتیو چې د صهیونیسټ رژیم بندرونو ته ورځي د  ساتنې لپاره د سمندري ائتلاف د جوړولو په اعلان  باندې حیرانتیا څرګنده نکړه ؛ ځکه چې امریکا له لومړیو څخه د فلسطین د غزې تړانګې په خلکو باندې د تیریو اصلي پلانونکي ده او په اسرائیلي دښمن باندې د یمن د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو د حملو د مخنیوي هڅه کوي.

محمد الاسد وویل د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د امریکا د ملاتړ رول له هیڅ چا پټ نه دی او واشنګټن د «طوفان الاقصی» د عملیاتو د پیلیدا  له هماغه لومړیو شیبو څخه په بیلابیلو سویو په تیره بیا په پوځي سویه له نیواکګر رژیم څخه  ملاتړ او حمایت وکړ او د فلسطیني ښځو او د ماشومانو د وژلو لپاره یې اسرائیلو ته زیاتې وسلې ورکړې.

د ویلو ده چې امریکا له بریتانیا ، فرانسې ، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاې د اسرائیلو زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي او د فلسطین د خلکو په وژلو کښې نیغ په نیغه لاسونه لري.