د فلسطین مبارزانو د اسرائیلو یولس پوځیان ووژل
شهاب خبري اژانس راپور ورکړی د فلسطین د غزې ښار په شمال کښې د حماس غورځنګ د القسام غونډونو او د صهیونیسټ رژيم د عسکرو ترمینځ په نښتې کښې د اسرائیلو یوشمیر ځانګړي ځواکونه وژل شوي دي.
د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام غونډونو یوشمیر غړي د غزې ښار په شمال کښې په التوام سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم له یوشمیر کومانډوګانو سره په جنګ بوخت شول چې له کبله یې د اسرائیلو یولس ځانګړي ځواکونه ووژل شول.
القسام غونډونو دغه راز د غزې تړانګې په المغرافه سیمه کښې د اسرائیلو د عسکرو په یوې بلې ډلې باندې هم برید وکړ.
دغه راز د صهیونیسټ رژیم پوځ د رسمي شمیرنونو په خپرولو سره اعتراف وکړ چې د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم د وژل شویو عسکرو شمیر زیات شوی دی.
د اسرائیلو د پوځ د اعلان پراساس د غزې پرضد د جنګ له پیلیدا راهسې تراوسه د صهیونیسټ رژیم څلور سوه نهه اویا پوځيان وژل شوي.
د صهیونیسټ رژيم پوځ پرون وویل چې په غزې تړانګه کښې په څلرویشت ساعته نښتو کښې څلویښت صهیونیسټي عسکر ژوبل شوي دي.