د غزې تړانګې په مرکز کې د ۲۰ فلسطینیانو شهادت
Dec 25, 2023 02:39 Asia/Kabul
د غزې تړانګې مرکز اړوند د «المغازي» په کمپ کې د استوګنې په یو کور د صهیونیسټي رژیم په حمله کې ۲۰ تنه شهیدان شول.
د ایرنا په وینا؛ په دغه بريد کې يو شمېر کسان ټپيان شوي، چې کره شمېره يې تر اوسه نه ده څرګنده شوې.
له بلې خوا صهیونیسټ رژیم د غزې په مرکز کې د «البرج» کمپ په درنو توپونو سره په نښه کړی دی.
په همدې اړه د فلسطین یوه روغتیايي چارواکی خبر ورکړی چې په خان یونس سیمه کې د صهیونیسټ رژیم دپ رله پسې بمباریو له امله تراوسه ۲۲ کسان شهیدان شوي دي.
په دې لړ کې د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د پیل شوې جګړې په ترڅ کې تر دا مهاله د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۲۰۴۰۰ څخه اوښتی.
ټیګونه